لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او افغان ځواکونو په ختيځ افغانستان کښې د داعش په قوي مرکز عملیات


د صوبې چارواکو ويلي تراوسه پورې د ۱۲۰ نه زيات وسله وال وژل شوي او د ځمکنو او هوايي عملياتو د لارې د عملياتو دا دويمه اوونۍ ده.
د صوبې چارواکو ويلي تراوسه پورې د ۱۲۰ نه زيات وسله وال وژل شوي او د ځمکنو او هوايي عملياتو د لارې د عملياتو دا دويمه اوونۍ ده.

د افغان چارواکو په وېنا ختيځ افغانستان کې امریکايي او افغان ځانګړو ځواکونو د داعش په قوي مرکزونو عملیات کړي او هغه ځايونه چې په ۲۰۱۵م کې داعش نيولې بيرته يې ترې پاک کړي دي.

د وی او ای افغان سروس خبريال لرې پرتې سيمې اچين ته ورغلی او ليدلي يې دي چې د داعش په لاسو کلي وران پراته دي.

د ننګرهار صوبې چارواکو ويلي د لسو ورځو په دغو عملياتو کې د داعش په درځنونو وسله وال وژل شوي او د ترهګرو څخه نړېدلې ودانۍ او د سيمې خلک په ويره کې پاتې شوي دي.

ځايي خلکو وي او ای ته ویلي د ۲۰۰ نه زيات کورونه تباه شوي او په سلګونو کسان د کليو نه خوندي سيمو پله تښتېدلي دي.

د اچين يو اوسېدونکي محمدانور ويلي " د خپل ځان دپاره يې کورونه پرېښودي ولې کورونه يې په بشپړ ډول تباه کړی شوي دي".

ځايي خلکو ويلي دويې په دې ويره کې ؤ چې افغان ځواکونه به کله هم د داعش نه دغه سيمه پاکه نه کړی شي.

يو بل تن رحيم الله ويلي " اسکولونه، مارکيټونه هر څه تباه شوي دي، ولې دويي هېله مند دي چې هرڅيز به بيا نوي جوړيږي چې خلک بيرته راشي".

هغه ويلي " مونږ ډېر خوشحاله يُو چې دولتي ځواکونه رارسېدلي دي او مونږ په ملک کې امن غواړو".

ځايي خلکو د وي او ای خبريال ته يوه کنده ښودلې چې دا د داعش د وسله والو د مړو ډکه ده.

د صوبې چارواکو ويلي تراوسه پورې د ۱۲۰ نه زيات وسله وال وژل شوي او د ځمکنو او هوايي عملياتو د لارې د عملياتو دا دويمه اوونۍ ده.

د اچين ضلعې ګورنر اسماعيل شينواري وي او ای ته ويلي" افغان کمانډو ځواکونو، پوليس او نېټو ځواکونو په سيمه کې عمليات پېل کړي دي".

د داعش په درځنونو وسله وال د پاکستان سره په پوله پرتې ننګرهار صوبې غرونو ته تښتېدلي دي.

انور ويلي، د داعش وسله وال په سيمه کې موجود وو چې افغان ځواکونه راغله وسله وال وتښتېده.

په اچين کې د داعش په ضد عمليات د امریکايي او افغان ځواکونو د ګډو هغو عملياتو برخه ده چې افغانستان د داعش نه پاک کړي.

افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو وياند د امريکا د نېوي کېپټن بېل سېلون تېره مياشت په کابل کې وي او ای ته ويلي" زمونږ هدف کال ۲۰۱۷م دی چې په افغانستان کې داعش (خراسان) ته ماتې ورکړو".

داعش ډلې خپلسره خراسان صوبه جوړه کړې چې د افغانستان او پاکستان په غريئزو او لرې پرتو علاقو مشتمل ده دغلته يې ځانله ځايونه هم جوړ کړي او په افغانستان کې يې ترې بريدونه کړي دي. خراسان د پېړو زوړ نوم دی چې منځنۍ اسيا او چاپېره پرتو علاقو ته وېل کېدو.

د نېټو او افغان ځواکونو په وينا د دوي د وروستيو مياشتو د عملياتو سره په تُندروۍ کې کمی راغلی او په افغانستان کې يې د داعش د وسله والو شمېره د ۱۰۰۰ پورې راکمه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


په امریکا کې په مېلینونو خلکو د لمر د تندر نیولو ننداره وکړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG