لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: وسله والو نښتو کې ۱۳ افغان او يو امريکايي سرتېری وژل شوي


افغانستان چې د اوږدې مودې راهسې د طالبانو د وسله والو عملياتو سره مخ دی اوس پکې ځايي داعش ډله ګواښ هم جوړيږي.
افغانستان چې د اوږدې مودې راهسې د طالبانو د وسله والو عملياتو سره مخ دی اوس پکې ځايي داعش ډله ګواښ هم جوړيږي.

افغان چارواکو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ ويلي د وسله والو په بېلابيلو بريدونو کې ۱۳ افغان سترتيري وژل شوي دي.

افغانستان چې د اوږدې مودې راهسې د طالبانو د وسله والو عملياتو سره مخ دی اوس پکې ځايي داعش ډله ګواښ هم جوړيږي.

د جنوبي بلخ صوبې د ګورنر وياند منيراحمد فرهاد ويلي د خالي په شپه د چمتل په ضلع کې د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې نهه سرتيري وژل شوي دي، چرته چې دوي د طالبانو په ضد جګړه کې بوخت وو.

هغه ويلي پينځه وسله وال هم وژل شوي او درځنونو نور ژوبل کړی شوي دي.

د جوزجان صوبې د ګورنر وياند محمدرضا غفوري ویلي د داعش وسله والو د خالي په شپه د صوبې مرکز سره نزدې په درزاب ضلع کې بريد کړی او هلته لا اوس هم جګړه روانه ده.

هغه ويلي "مونږ د داعش په ضد جګړه کې د نورو ځواکونو ترڅنګ د هوايي مرستې دپاره هم غوښتنه کړې ده".

هغه ويلي د يو يونټ کمانډر په ګډون څلور سرتيرې چې د نښتې موقعې ته ورتلل په يو کمين کې وژل شوي دي.

افغان ځواکونه وروستو له هغې د طالب وسله والو په جګړه بوخت دي، چې دوه کاله وړاندې امريکايي او د نېټو ځواکونو په دغه هېواد کې جنګي ماموريتونه پرېښودي او له هغې وروستو د ترهګرۍ په ضد د افغان ځواکونو مرسته کوي.

طالبانو د ملک په بېلابيلو برخو کې څو ضلعې نيولي او دا اندېښنه ده چې راتلونکې ګرمې جګړې نورې تودې شي.

امریکايي ځواکونو له دې وړاندې ويلي ننګرهار کې په جګړه کې يو امريکايي سرتېری وژل شوی دی. د بيان ترمخه سرتېری د امريکا د ځانګړو ځواکونو غړی او په اچين ضلع کې د داعش په ضد جګړه کې بوخت ؤ.

داعش ډله د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان پولې سره نزدې پرتو علاقو کې وجود لري، او هلته نه يواځې د افغان ځواکونو بلکې په لويې شمېره کې د طاقتوره طالبانو سره هم جګړه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG