لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه ملاله یوسفزئ د امن پیامبره ټاکي

د امن د پیامبرې دغه ذمه وارۍ به ملالې یوسفزئ ته د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د یوې دستورې په ترڅ کې ورسپارل کیږي

د نوبیل د نړیوالې جائزې اؤ ګڼ شمیر نورو افتخاراتو له ګټلو وروستو اوس نولس کلنه پیښتنې مبارزې ملالې یوسفزئ ته ملګري ملتونه په ټوله نړۍ کې د امن د پیامبرې ذمه وارئ ورسپاري.

د ملګرو ملتونو عمومې سکترې انتونیو ګوتیرس ویلي ملاله یوسفزئ به د دوشنبې د ورځې څخه خپلې دغه نوې ذمه وارئ په رسمي ډول ترلاسه کړي اؤ هغه به په ټوله نړۍ کې د جینکو د تعلیم په وده کې مرسته کوي.

ملاله یوسفزئ د نړۍ هاغه تر ټولو کم عمره جینۍ ده چې د نوبیل د نړیوالې جائزې ګټلو وروستو ورته اوس ملګري ملتونه د امن د پیامبرې ذمه وارۍ ورسپاري.

خبري شبکې روئټرز لیکلي د امن د پیامبرې دغه ذمه وارۍ به ملالې یوسفزئ ته د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د یوې دستورې په ترڅ کې ورسپارل کیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي سکترې ویلي ملالې یوسفزئ د سختو ګواښونو اؤ خطرو باوجود د ښځو، جینکو اؤ عامو انسانانو د حقونو دپاره کلکه مبارزه کړې ده اؤ د جینکو د تعلیم دپاره ددې همت د ټولې نړۍ خلکو ته حوصله بخښلې ده .

نولس کلنه ملاله یوسفزئ هاغه پښتنه پیغله ده چې په ٢٠١٢م کې پرې دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په مينگوره ښار کې طالبانو یوه وژونکې حمله کړې وه چې په دغه حمله کې دژوبل کيدو څخه وروستو ملاله يوسفزئ دعلاج لپاره برطانيې ته وړل شوې وه

کله چې ملاله یوسفزئ طالبانو د تعلیم دپاره د غږ پورته کولو په جرم په سر په ګولۍ ویشتې وه هاغه مهال د هغې عمر یوازې پنیځلس کاله ؤ .

په برطانیه کې درغيدو وروستو نوموړې ټوله نړۍ کې ماشومانو لپاره دتعليم دحق لړ کې هلې ځلې کوي،

ملالې ته په کال ۲۰۱۴م کې ١٧ؤ کلونو په عمر کې دامن نوبل انعام ورکړل شوى ؤ اؤ ددې ترڅنګ یې ګڼ شمیر نورې نړیوالې جائزې اؤ سندونه هم ګټلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG