لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: پولیسو سره نښته کې 10 ترهګر وژل شوي


پاکستان کې عموماً د شپې په وخت د پولیس لخوا دغسې مقابلو کې د ترهګرو په وژنه د شکونو څرګندونې کیږي
پاکستان کې عموماً د شپې په وخت د پولیس لخوا دغسې مقابلو کې د ترهګرو په وژنه د شکونو څرګندونې کیږي

دپاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي محکمه وایي تیره شپه یې د پنجاب ایالت د سرښار لاهور سره نزدې په یوه نښته کې د ترهګرې ډلې جماعت الاحرار ۱۰ جنګیالي وژلي دي.
په دغو جنګیالو کې د انوار الحق په نوم یو هاغه تن هم شامل دی چې پولیس د لاهور په مال روډ شوې بمي چاودنه کې ترهګرو سره د مرستې په تور نیولی ؤ.
د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د ترهګرۍ د مخنیوي د محکمې سي ټي‌ ډي د ویاند له خولې ویلي د جمعې په شپه ناوخته د پولیسو یوې ډلې په ماډل روډ شوې بمي چاودنه کې د مرستې په تور دنیول شوؤ پینځؤؤ کسانو په ښودنه غوښتل د لاهور مناوا سیمه کې پټ کړی شوي بارود اؤ وسله راوباسي.
هغه ویلي کله چې پولیس ددغو پنیځوؤ واړو کسانو سره یو ځایې مناوا سیمې ته روان وؤ نو د رنګ روډ سره نزدې پرې نهو ترهګرو برید وکړو اؤ دغه نیول شوي کسان یې ترې خوشې کړل.
خو بیا په لویې شمیر کې نور پولیس راوغوښتی اؤ په دغو ترهګرو پسې ولیږل شول اؤ د دواړو خواؤ ترمینځ په یو مقام سخته نښته وشوه.
پولیس وایي په دغه نښته کې ترهګرې ډلې جماعت الاحرار سره تعلق لرونکي ۱۰ ترهګر وژل شوي چې د پینځوؤ پیژندګلو پکې د انوارالحق، عبدالله ، عطاءالرحمان، امام شاه اؤ عرفان خان په نومونو سره شوې ده.
خو پولیس دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه پیژندل شوي پنیځه ترهګر هاغه وؤ چې د پولیس له ولقې خلاص کړی شوي وؤ اؤ که نا د بهر نه برید کوونکي ترهګر هم پکې شامل دي؟
په پاکستان کې عموماً د شپې په وخت د پولیس لخوا دغسې مقابلو کې د ترهګرو په وژنه د شکونو څرګندونې کیږي اؤ ناقدین وایي کله چې پولیس پخپل سر څوک وژل غواړي نو هغې ته د پولیس مقابلې نوم ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG