لاس رسیدونکی لینک

شام کې کيمیائي حمله امریکا غندلې ده


ادارې ويلي د زهريلا ګېس نه نزدې درې نيم سوه تنه اغېزمن شوي هم دي.

امریکا په شام کې په مبينه توګه کيميايي حمله کې په درځنونو کسانو وژل کېدو غندنه کړې، ولې ورسره یې منلې چې د صدر بشارالاسد حکومت د چا په اړه چې د بريدونو خيال کيږي "بيا هم سياسي حقيقت" دی.

د نهې په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې د سپینې ماڼۍ وياند شون سپائسر ويلي چې "د ښځو او ماشومانو په ګډون په بې ګناه خلکو د کيميايي وسلو د بريد نه به مهذبه نړۍ سترګې وانه ړوي".

په جنوبي ادليب کې د ياغيانو د ولقې لاندې علاقه کې د نهې په سحر وختي دغه بريد یوه ورځ وروستو له هغې شوی چې د امريکا د خارجه وزير رېکس ټېلرسن په ګډون د ټرمپ انتظاميې لوړ پوړو چارواکو اشاره ورکړې امريکا نور د اسد لرې کولو ته لمړيتوب نه ورکوي.

برطانيه کې د شام د څار ادارې "سيرئين ابزروېټري" ادعا کړې چي فضايي بريد د شام يا روس پوځي الوتکو کړې او په علاقه يي کيميايي بم غورځولی دی.

ادارې ويلي د زهريلا ګېس نه نزدې درې نيم سوه تنه اغېزمن شوي هم دي.

د خبري ادارې ترمخه په شام کې تازه بريد په کال ۲۰۱۳م کې د دمشق په يوه علاقه کې د زهريلا ګېس بريد چې پکې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي وو، وروستو غټه کيميايي حمله ده.

دغه بريد ته دهغه وخت د امریکا صدر باراک اوباما (سره کرښه) ويلي او د صدر بشارالاسد په ضد يې د فضايي بریدونو ګواښ کړی ولې عملي کړې يې نه وې.

شون سپائسر د نهې په ورځ ترسره شوي بريد په اړوند ويلي دا دې د اوباما حکومت" کمزوري او کم همتي" وګرځول شي او تور يې په هغه لګېدل پکار دي.

هغه تور لګولی چې که صدر اوباما د کيميايي په اړوند د سرې کرښې په خپل بيان عمل کړی وی نو د نهې په ورځ به دغه حمله نه کېده.

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي په تېر وخت کې امريکا ته په شام کې د حکومت د بدلون څو موقعې په لاس ورغلي ولې اوس د شام حالات بيخي بدل شوي دي.

د امريکې خارجه وزير رېکس ټېلرسن په يو بيان کې د کيميائي حملو غندنه کړې او ويلي يې دا څرګندوي چې بشارالاسد ښکاره په وحشت لاس پورې کړی دی.

نوموړي په روس او ايران نيوکه کړې چې د بشارالاسد په منع کولو کې پاتې راغلي دي.

بيان کې د ايران او روس نه غوښتنه شوې چې د شام په حکومت خپل اثر وکاروي او بيا داسې حمله ونه شي.

XS
SM
MD
LG