لاس رسیدونکی لینک

روس: د سينټ پيټرزبرګ په مېټرو کې چاؤدنې لس تنه وژلي


د روس په دغه دويم غټ ښار کې د چاؤدنې وروستو د مېټرو ټولې سټېشنې تړل شوي دي.

د روس چارواکو ويلي د سينټ پیټرزبرګ ښار په مېټرو سټېشن باندې چاؤدنه کې لږترلږه لس تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

د روس د مطبوعاتو د راپورونو ترمخه چاؤدنه د ښار د مرکز سينايا څلور لارې د مېټر په سټېشن شوې ده.

د روس په دغه دويم غټ ښار کې د چاؤدنې وروستو د مېټرو ټولې سټېشنې تړل شوي دي.

د چاؤدنې علت لا تراوسه نه دی معلوم، ولې د روس صدر ولاديمیر پيوټن ویلي تفتيش کوونکي د ترهګرۍ ترڅنګ په ټولو امکاناتو غور کوي.

هغه ويلي"علتونه لار روښانه نه دي په اړه به يې ويل د وخت نه وړاندې وي، پلټنې به يې اووايي، او يقتيني مونږ په ټولو خبرو غور کوو، په عام کچ د جرمونو او د ټولو نه مهم او وړومبی د ترهګرۍ".

صدر پيوټن د ګل په ورځ سينټ پيټرزبرګ ته د کريملن د سياسي ملاتړ لخوا راجوړې کاليز مطبوعات فورم ته د وينا دپاره رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG