لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په ځانمرګي بريد کې يو افغان کمانډر، دوه سرتيري وژل شوي


خوست ولايت د پاکستان سره په پوله پرته صوبه ده کومه چې د حقاني شبکې او قوي مرکز پاتې شوی دی.
خوست ولايت د پاکستان سره په پوله پرته صوبه ده کومه چې د حقاني شبکې او قوي مرکز پاتې شوی دی.

افغان چارواکي او وسله وال وايي د هېواد جنوب ختيځه صوبه خوست کښې د طالبانو يو ځانمرګي د موټر د لارې بريد کې يو افغان سيمه ييز کمانډر او دوه سرتيري وژلي دي.

دغه پېښه چې د خالي په ورځ ناوخته رامنځته شوې ده حکومتي وياند مبارز ځدران يې په اړه وي او ای ته ويلي افغان ځواکونو د مندو په ولسوالۍ (ضلع) کې په نخښه شوي دي.

په دغه زوروره چاؤدنه کې د نزدې سکول شپږ زده کوونکي ژوبل شوي او زیاتره يې په مرګوني حالت کې دي.

د طالبانو وياند ویلي د وسله وال په بريد کې د افغان خصوصي ځواکونو پينځه سرتيري وژل شوي دي، طالبانو وويلي وژل شوی کمانډر په سيمه کې د امريکايي ځواکونو کلک ملګری ؤ.

خوست ولايت د پاکستان سره په پوله پرته صوبه ده کومه چې د حقاني شبکې او قوي مرکز پاتې شوی څوک چې د طالبانو سره د ځايي او نېټو ځواکونو په ضد جنګدېدلي دي.

کابل تور لګوي چې د حقاني ډلې وسله وال د پولې پورې غاړې پاکستان کې ځالې لري او د پاکستان د استخباراتو په مرسته افغانستان کې بریدونه کوي، ولې اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

افغانستان کې په وروستيو کې د وسله والو بريدونه سېوا شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG