لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ما وزیرستان په څه حال ولیدو ؟


قبائیلي ماشومان پوځي ګاډو کې ۲۳م مارج نمانځلو ته وړل کیږي
قبائیلي ماشومان پوځي ګاډو کې ۲۳م مارج نمانځلو ته وړل کیږي

اؤ دا اوس مونږ د میرعلي سیمې ته راورسیدو، خو د سیدګي نه راپدیخوا زما په موبائیل فون سګنلز نه وؤ اؤ مانه هیر هم چې ماسره موبائیل شته که نا؟
خو په دغه دوران کې زما په جیب کې پروت موبائیل باندې ماته د افغانستان دیوې موبائیل کمپنۍ روشن لخوا پیغام راځي چې مونږ دلته په افغانستان کې تاسو ته ستاسو په موبائیل فون د رومنګ خدمات درکوؤ،


اؤ دا مادپاره ډیره عجیبه خبره وه چې په شمالي وزیرستان کې که چرته په لکونو ډالرې د سړکونو، هسپتالونو، تعلیمي ادارو اؤ مواصلاتو په نظام خرچ کیږي هلته دپاکستان لخوا یوه د موبائیل کمپني فعاله نه ده، ټیلي فون اؤ انټرنیټ هم نشته،
ولې ددغه پاکستاني سیمې نه که څوک د موبائیل د لارې دخپل هیواد دننه خبرې کول وغواړي نو خدمات به ورته د افغانستان د ټیلي فوني کمپنۍ حاصل وي اؤ په یو فون کال کولو به ترې د یوې روپۍ پځایې خواوشا اتیا روپۍ مصرف کیږي.
د میرعلي نه د تیریدو په وخت راته د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکي خبریال ښاغلي صفدر داوړ وویل دا د سړک په غاړه چې درته کومه ملبه ښکاري دا دمیرعلي بازار ؤ چې خواوشا دوه نیم زره دوکانونه پکې د ضرب عضب عملیاتو نه مخکې اباد وؤ خو اوس دغلته یو دوکان یا مارکیټ هم په نظر نه راځي اؤ ټول دوکانونه یا مارکیټونه د خاورو سره خاورې شوي دي.
د میرعلي نه په لږه فاصله د خدي سیمه شورو شوه اؤ دغلته زه وینم چې د سړک دواړو غاړو ته ابادي روانه ده، خلک دوکانونه اؤ مارکیټونه جوړوي اؤ کاروبار پکې ښه په درز روان دی.
دا مدرسه نظامیه ده:


دسړک په غاړه د پوځي چیک پوسټ ترڅنګ دا ولاړه غټه وداني د مدرسه نظامیه ده.
هاغه مدرسه نظامیه چې څو کاله وړاندې په شمالي وزیرستان کې د تندلارو د روزنې تر ټولو ستر مرکز ګڼل کیدو.
ویل کیږي په دغه مدرسه کې به د طالبانو د تحریک مشران اؤ د هغوئ بهرني میلمانه هم راټولیدل اؤ خپل پلانونه به یې عملي کول خو اوس دغه مدرسه په پوځي مرکز بدله شوې ده.
ددغه مدرسې په دیوالونو د پوځي دریشۍ نقشې جوړې دي اؤ خواوشا ترې د ابادۍ کارونه ښه په درز کې روان دي.
د مدرسه نظامیه نه وراخوا د نورنګ مدرسه مې هم په نظر راغله چې دغه هم څو کاله وړاندې د طالبانو یو مهم مرکز ګڼل کیدو خو ماسره ناست ځایې خبریالان راته وایي چې اوس دا مدرسه د فني زده کړو په مرکز بدله شوې ده.
د نورنګ په دغه مدرسه کې هاغو تندلارو ته فني زده کړې ورکول کیږي چې ټوپک یې په ځمکه ایښودی اؤ د طالبانو د لیکو نه راجلا شوي دي.


زما ډیر خواهش دی چې میرانشاه هاغه ړنګ بازار هم ووینم چې د اپریشن ضرب عضب نه وړاندې پکې خواوشا 6000 دوکانونه ودان وؤ اؤ اوس د خاورو په ډیري بدل کړی شوی دی. خو پوځ زمونږ ګاډی د میرانشاه بازار نه په بدله لاره د یونس خان سپورټس کمپلیکس ته بوتلو.
د پښتون کرکټر یونس خان په نوم جوړ شوي دغه لوبغالي کې نن د پاکستان ورځ نمانځل کیږي اؤ زه په سړک وینم چې ددغه پوځي سیمې سړکونه په پوځي ګاډو اؤ ترکونو اوچ ډک دي.
پوځ په دغو ګاډو کې د شمالي وزیرستان د مختلفو سیمو نه ماشومان، د پاخه عمر خلک اؤ سپین ږیري رانیولي، د پاکستان بیرغونه یې په لاسو کې ورکړي اؤ بوځي یې یونس خان لوبغالي ته ترڅو دپاکستان ورځ پرې په جوش اؤ جذبې سره ونمانځي. زه چې په پوځي ګاډو کې رابار کړی شوؤ پښتنو قبائیلي ماشومانو ته ګورم، نو یو عجیبه کیفیت راباندې طاري کیږي "زما د وطن د بچي برخه هم څومره خواره ده، کله ورله طالب خپل سپین بیرغ په لاس کې ورکوي، کله پوځ خپل شین اؤ سپین بیرغ، کله ورپسې طالب د بارودو جیکټ تړي، اؤ کله یې د کتابونو د بستو په نوم د نړۍ نه مرستې غوښتل کیږي، خو زما دغه پښتون بچی خپل اختیار نه لري، چې د خپل روښانه سبا دپاره کومه لاره غوره کړي "


اؤ دا اوس مونږ د یونس خان پراخه لوبغالي ته راوستی شو، د درویشتم مارچ په مناسبت سره په لوبغالي کې دپاکستان ترانې غږیږي، سټیډیم د خلکو نه اوچ ډک دی،
د پوځ جنرال راځي، هغه ته سلامي وړاندې کیږي، پوځي هیلي کاپټر لوبغالي ته راځي اؤ د الوت زړه راښکونکي کرتبونه ښایي.
د میرعلي اؤمیرانشاه د کرکټ ټیمونو ترمینځ د کرکټ لوبه هم روانه ده، خټک ډانس، اتڼ اؤ د ماشومانو لخوا بیلابیلې لوبې هم وښودل شوې.
اؤ اوس د شمالي وزیرستان پوځي مشر میجر جنرال حسن اظهر حیات مونږ خبریالانو ته د لوبغالي دننه په یوه بیله کوټه کې د شمالي وزیرستان دننه د ضرب عضب عملیاتو د کامیابۍ اؤ دغلته د پوځ لخوا د شوؤ پرمختیایي کارونو په هکله معلومات راکوي.
هغه وایي دلته چې ځمکې د کروندې نه وتلې وې، دغه ځمکې یې په پوځیانو یو ځل بیا د کروندې جوګه کړې، د معیاري تعلیم دپاره یې ګڼې تعلیمې ادارې پرانستې، روغتونه یې فعاله کړل، د ضرب عضب عملیاتو په مهال چې د چا نه کورونو اؤ دوکانونو کې کوم سامانونه پاتي شوي هغه یې خوندي ایښودي اؤ ډیر زر به یې خپلو مالکانو ته وسپاري.
ما د جنرال صیب نه لمړۍ پوښتنه وکړه صاحبه ټول هیواد کې د وګړو سرشمیرنه روانه ده، د وزیرستان خلک خو زیاتره کډوال اؤ هیواد بیلابیلو سیمو کې میشته دي، کورونه یې ړنګ دي، ددوئ د سرشمیرنې دپاره کومه لاره لرئ؟
جنرال صیب ځواب راکوي "هو رښتیا دا یو مشکل شته، زه هڅه کووم چې د وزیرستان کوم خلک بې کوره دي اؤ په کومو سیمو کې ژوند کوي هم هلته دې د وزیرستان د وګړو په توګه وشمیرل شي اؤ که دا ممکن نه وي نو بیا به پوځي مشرانو ته مشوره ورکووم چې دلته دې شپږ میاشتې وروستو سرشمیرنه وکړل شي ترڅو مونږ ټول بې کوره شوي قبائیل خپلو سیمو ته راستانه کړو

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG