لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاړه چنار چاؤدنه کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي


دغه بريد په داسې ځای کی شوی چرته په ګڼ شمېر کې خلک موجود وي.
دغه بريد په داسې ځای کی شوی چرته په ګڼ شمېر کې خلک موجود وي.

د پاکستان قبایلي سیمې کُرمې ايجنسۍ په مرکز پاړه چنار کې شوې يوه چاؤدنه کې لږترلږه۲۴ وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي دي.

د کرُمې ايجنسي نه د قامي اسمبلۍ غړي ساجد طوري ډيوه ريډيو سره خبرو کې پخلی کړی چې "چاؤدنه کې ۲۱ کسان وژل شوي د ۱۰۰ زيات ژوبل شوي او د ۳۰ پورې مرګوني ژوبل پېښور ته د هيلي کاپټرو د لارې لېږل شوي دي".

د پوليټيکل چارواکو په وينا چاؤدنه د پاړه چنار په مرکز بازارکې د ښځو يوې امام بارګاه مخې ته شوې او د ابتدايي مالوماتو ترمخه ځانمرګي بريدګر د موټر د لارې دغه بريد کړی دی.

ساجدطوري وايي د بريد کېدل د پوليټيکل انتظاميې او ملېشې د کوتاهۍ له سببه شوی ځکه چې د دومره ډېرو چيک پوسټونو او ګواښونو باوجود د بارودو ډک ګاډی څنګه د ښار منځ ته ورسېدو.

دغه بريد په داسې ځای کی شوی چرته په ګڼ شمېر کې خلک موجود وي.

د چارواکو په وينا پېښه کې ژوبل کسان د پاړه چنار روغتون او د پوځي بيان ترمخه د ژوبلو پېښور ته وړلو دپاره موقعې ته پوځي هيلي کاپټرې روانې کړی شوي دي.

د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار نومې ډلې د برید زمه واري قبوله کړې ده.

پاړه چنار کې د جنورۍ په مياشت کې هم يوه چاؤدنه کې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي وو.

د جنورۍ د مياشتې د بريد زمه واري لشکر جهنګوي العالمي او د تحريک طالبان پاکستان شهريار محسود هم منلې وه.

د فرورۍ په مياشت کې په کرمه ايجنسۍ کې د سخت دریځه او خپل سره دولت اسلامیه یا داعش ډلې لخوا پملټونه (خطونه) ویشل شوي وو چې پکې د افغانستان نه وروستو په پاکستان کې د عملياتو دړکه ورکړل شوې وه.

په پښتو ژبه لیکل شوؤ دغو پمفلټونو کې ويل شوي ؤ" مونږ په افغانستان کې خپل هدفونه ترلاسه کړي او اوس دپاکستان په قبايلي سيمو کې دشيعه مرتدانو سره مخ کيدو ته چمتو يو".

په دوؤ پاڼو ليکل شوؤ دغو پملټونو کې د پاکستان په قبايلي او د خېبرپښتونخوا شيعه اکثيرتي سیمو کې د شیعه مسلمانانو په نخښه کولو کولو ويل شوي وو۔

پاړاچنار د کُرمې ایجنسۍ مرکز او حساسه سیمه ګنلی شي چرته چې زياته ابادي د شيعه مسلکو سره ده، په دغه ځای کې له دې وړاندې د سُني او شیعه ډلو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوي دي.

کُرمه ایجنسي د افغانستان سره په پوله پرته قبایلي سیمه ده او په نزدې پرتو سیمو کې یې شمالي وزیرستان، اورکزۍ ایجنسي او هنګو ضلعې شامل دي.

پاړه چنار کې دغه بريد په داسې حال کې شوی چې د فرورۍ د مياشتې په ۲۲م نېټه پوځ په ملک کې د ردالفساد په نوم عمليات پېل کړي دي، پوځ ويلي د دغو عملياتو موخه د ټول ملک څخه د ترهګرو خاتمه کول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG