لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د سفري بندېزونو په امر ځنډ د نامالومه وخته پورې غځول شوی


د امریکې د هوائي رياست يو مرکزي جج ډېرک واټسن د مارچ په ۱۵م نېټه فېصله اورولې او حکومت يې د سفري بندېزونو په امر د عملي کولو نه اودرولی ؤ.
د امریکې د هوائي رياست يو مرکزي جج ډېرک واټسن د مارچ په ۱۵م نېټه فېصله اورولې او حکومت يې د سفري بندېزونو په امر د عملي کولو نه اودرولی ؤ.

د امریکې يو مرکزي جج د صدر ډونلډټرمپ لخوا د شپږو اکثريتي مسلمان ملکونو د وګړو امريکا ته په راتګ د بندېز په امر لګولی ځنډ تر نامالومه وخته پورې غځولی دی.

د امریکې د هوائي رياست يو مرکزي جج ډېرک واټسن د مارچ په ۱۵م نېټه فېصله اورولې او حکومت يې د سفري بندېزونو په امر د عملي کولو نه اودرولی ؤ.

او د شورو/ چهارشنبې په ورځ جج په خپله پرېکړه کې ويلي چې هغه حالات د کومو له کبله چې دغه پرېکړه شوې بدل شوي نه دي.

د هوائي رياست په عدالت کې دريځ خپل کړی چې د صدر ټرمپ او انتظاميې امر يي په خصوصي توګه د مسلمانانو دپاره ؤ.

ولې د صدر ټرمپ د انتظاميې په وينا چې دا انتظامي حکم د مسلمانانو په ضد نه دی د ملي امنيت دپاره دا انتظامي امر ضروري دی.

د حکمنامې لاندې د ایران، شام، ليبيا، يمن، صوماليه او سوډان وګړو ته د ۹۰ ورځو پورې د نوؤ ويزو په ورکولو بندېز لګول شوی ؤ.

د دې ترڅنګ د مهاجرينو په راتګ د ۱۲۰ ورځو پورې بندېز لګول شوی د دې دپاره چې په دغه موده کې د دوي د لټون د جاج اخستو عمل ښه کړی شي.

جج واټسن ويلي چې عدالت خپلې دروازې نشي بندولی او دا بهانه نشي جوړولی چې عدالت هغه څه نه ويني څه چې دوي ويني.

حکومت دريځ خپل کړی چې د عدالت امر د نوؤ ويزو په بندېز لاګو کېدل پکار دي او د کډوالو په اړوند دا نافذ کېدل نه دي پکار، ولې جج ويلي داسې کېدل هيڅ جواز نه لري.

صدر ټرمپ د وړاندې نه ويلي چې د خپل انتظامي امر په ضد د خواستونو دفاع به کوي او که ضرورت پېښ شو تر سترې محکمې هم تلی شي.

بل لور ته د هوائي رياست د څارنوال د دفتر څخه په جاري شوي بیان کې دا عزم څرګند شوی چې ستر عدالتونه به هم د دوي دريځ قبول کړي.

د هوائي د څارنوال دفتر په ټويټر يو پېغام کې ویلي "مونږ ګڼو چې صدر به اپيل کوي، ولي دوي يقين لري چې عدالت به د جائزو علتونو په سبب د فېصلي تائید کوي".

د سفري بندېزونو په اړوند انتظامي حکمنامه د مېري لېنډ رياست لخوا په يو مرکزي عدالت کې چېلنج کيږي، د دې مقدمې تعلق يواځې د شپږو ملکونو د وګړو د ويزو د بندېز په اړوند دی، او يو ضلعي جج هم حکومت په انتظامي امر د عمل کولو نه ودرولی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG