امریکا په روس کې د حکومت مخالفه مشر په ګډون د سلګونو مظاهره چيانو د نيولو په سختۍ سره غندنه کړې ده.
د اتوار په ورځ د روس د اپوزيشن مشر اليکسي نوالني په غږ په د ملک په بېلابيلو ښارونو کې د زرګونو په شمېره کې خلک په سړکونو راوتي او په ملک کې د بډو رشوتونو او غبن د احتساب غوښتنه يې کوله.
د ماسکو په پشکن چوک باندې جمع شوؤ کې نزدې ۵۰۰ کسان پوليسو نيولي او ويلي يې ؤ دوي بغېر د اجازت نه مظاهره کوله.
د امريکې د خارجه محکمې وياند مارک ټونر په يو بيان کې ويلي "د پُرامنه مظاهرينو، بشري حقونوفعالانو او خبريالانو نیول د بنيادي جمهوري اقدارو سپکاوی دی".
هغه ويلي د کال ۲۰۱۸م په صدارتي انتخاباتو کې د برخې اخستو اراده لرونکي نوالني په نيولو امریکا اندېښمنه ده.
نوالني د کريملن غټ ناقد دی نوموړی هغه وخت ونيول شو چې کله په ماسکو کې لاريون کې د ګډون دپاره ورسېدو، راپورونه وايي دلته په سلګونو کسان موجود وو.
په ۲۰۱۱م او ۲۰۱۲م کې په پارليماني انتخاباتو کې د درغلۍ د خبرونو مخې ته راتلو وروستو د مظاهرو نه پس دا تر ټولو منظمې مظاهرې ګڼل کيږي.
په مظاهرو کې ګډون والو ويلي د غبن او بډو رشوتونو په ضد د خپل اظهار دپاره راوتي دي.
روانه مياشت يو راپور خپور شوی چې پکې په وزيراعظم دمتري ميدويدوف باندې تور لګېدلی چې د يو سرکاري تنظيم د لارې يې ډېری مراعات ترلاسه کړي دي.
د رپورټ مخې ته راتلو وروستو نوالني د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی ؤ، په يوټيوب دغه رپورټ د يو کروړ لس لاکه نه زيات ځله کتل شوی دی.
نوالني په خپله ويب پاڼه ويلي ویلي ؤ د روس په ۹۹ ښارونو کې د مظاهرو منصوبه جوړه شوې ولې په دغو کې په ۷۲ ښارونو کې چارواکو اجازه نه ده ورکړې.
د روس دولتي ميډيا د دغو مظاهرو ډېر کم کوريج کړی او په يو مختصر رپورټ کې يې ويلي په ماسکو کې په يوه غېرقانوني لاريون کې يو پوليس ژوبل شوی دی.