امریکايي چارواکو منلې چې د عراق موصل ښار د داعش نه بيرته اخستو په روانه جګړه کې د اتحادي ځواکونو په فضايي بمبارۍ کې د عېني شاهدينو په وينا د ۱۰۰ نه ملکي وګړي وژل شوي دي.
له دې وړاندې د عراق حکومت په موصل کې د ملکي وګړو د وژنو د خبر مخې ته راتلو وروستو د خالي په ورځ د داعش په ضد د جګړې په عارضي ډول د ودرلو اعلان کړی ؤ.
د امريکا په مشرۍ اتحاد، وروستو له هغې چې د اتحادي ځواکونو په فضائي بمبارۍ کې د موصل په جديده علاقه کې د ۱۰۰ نه زيات ملکي وګړي وژل شوي، يو بيان کې ويلي " د ملکي وګړو د وژل کېدو د خبر وروستو چې دا باوري دی په اړوند په رسمي ډول پلټنې پېل کړی شوي دي".
بيان کې ويل شوي اتحادي الوتکې " په سيمه کې د داعش ځالې د معمول مطابق په هدف کوي او اتحادي ځواکونه د عملياتو دپاره په منصوبه بندۍ د عمل کولو نه وړاندې ملکي وګړو ته د زيان اوړېدو نه بچ کېدو دپاره ټول احتياطي ګامونه اخلي".
د امريکې له خوا د خالي په ورځ د اعلان نه وړاندې د امريکايي ځواکونو د مرکزي کمانډ وياند جان تهامس ورځپاڼې "نيويارک ټايمز" ته ويلي وو چې پوځ ته يې دا باور نه ؤ چې ايا په د موصل په مغربي سيمه کې شوې چاودنه د امريکې يا نورو اتحادي ځواکونو د هوايي عملياتو له کبله شوې يا د داعش له خوا کېښودل شوي پټ بمونو د لارې دغه چاودنه شوې.
بل اړخ ته يو عراقي چارواکي يادې ورځپاڼې ته ويلي چې هغه په دې خبر دي چې دا پېښه څنګه شوې ده.
د عراق د خصوصي ځواکونو مشر (کمانډر) مېجر جنرل مان السعدي نيويارک ټايمز ته ويلي چې جديده سيمه کې د يو کور له چهت نه ډزې کوونکي درې وسله وال په نخښه کولو لپاره اتحادي ځواکونو ته د عملياتو خواست کړی شوی وو، خو هغه زياتوي چې ځواکونو ته دا نه وه معلومه چې د دغه کور په لاندې برخه کې په لويه شمېره کې عام خلک موجود وو.
د موصل د نزدې سيمې ګورنر نوافل حمادي د فرانس خبري ايجنسۍ ای اېف پي ته ويلي چې وسله والې ډلې عام ولس د ډهال په توګه په تهه خانه (يا د کور لاندينۍ برخه) کې جمع کړي وو.
"داعس يو ترهه ګر تنظيم دی څوک چې په هر قيمت د موصل اړخ ته د عراقي ځواکونو تګ ودرول غواړي".
د عراقي پارليمان سپيکر سليم الجمهوري د خالي په ورځ د ټولنيزو رسنيو په ويبپاڼه ټوئټر په خپل يو پېغام کې په ظاهري توګه د عام ملکي وګړو د وژنې ذکر کړی وو او په اتحادي ځواکونو يې زور راوړی وو چې د عامو ملکي وګړو د بچ کولو لپاره هر ممکن ګام پورته کړي ولې نوموړی دا هم مني "د ښار د ازادوونکي ځواکونو په اوږو لويه ذمه واري هم ده".
د عراق مرستيال صدر دا پېښه انساني الميه بللې، د چا تعلق چې په خپله د موصل سره دی.
داسې ويل کېږي چې د موصل په هغه سيمو کې اوس هم پينځه لاکه خلک موجود دي کومې سيمې چې د داعش په لاس کې دي. عام ولس، مرستندويه تنظيمونو او څارنه کوونکي چارواکو خبرداری ورکړی چې د ګوله بارۍ او هوايي عملياتو له کبله د عام ولس د وژنې په شمېره کې زياتوالی راتلی شي.