لاس رسیدونکی لینک

د صحت په اړه په نوي بِل دې رائې شمارې وشي، د ټرمپ خبرداری


د ټرمپ انتظاميې له خوا د صحت په اړوند د نوي بل د منظورۍ په اړه د زيارت په ورځ په سپينه ماڼۍ (وايټ هاؤس) او کېپټل هل کې خبرې روانې وې.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د ريپبلکن ګوند هغو غړو ته خبرداری ورکړی څوک چې د صحت د اسانتياو د اصلاحاتي بل په حق کې د ووټ ورکولو کې د لم لېټ ښکار دي، چې که داسې ونه کړي نو هغوي به د اوبامه د صحت پروګرام "اېورډ اېبل کئير پروګرام" د لرې کولو موقع وبايلي.

د ټرمپ انتظاميې له خوا د صحت په اړوند د نوي بل د منظورۍ په اړه د زيارت په ورځ په سپينه ماڼۍ (وايټ هاؤس) او کېپټل هل کې خبرې روانې وې.

په دې بل د ايوان نمايندګان وړومبۍ رای شماري د زيارت په ورځ کېده خو په ايوان کې د ريبپلکن ګوند د غړو د اکثريت د ملاتړ د ترلاسه کېدو په سبب دا وروستو کړی شو کوم چې د صدر ډونلډ ټرمپ لپاره د خفګان وړ خبره وه ځکه چې هغه ويلي وو په دې بل به په رای شمارۍ کې کاميابي ترلاسه کوي.

د مخکني صدر باراک اوباما د صحت په اړه پروګرام " اوباما هيلتهـ کئير پروګرام" ختمول د ټرمپ د ټاکنو د کمپاين يوه لويه موضوع وه. صدر د ريپبلکن غړي په دې د رضا کولو هڅه کړې خو اوس هم ځيني غړي د دې بل ملاتړ نه کوي.

د الباما سره تعلق لرونکي په ايوان نمايندګان کې د ريپبلکن غړي برېډلي براين وويل " دا هغه وخت دی چې کله تاسو ته دا ويل وي چې زړه مو څه غواړي. . . ايا تاسو د اوباما هغه بل ختموئ او د هغې په ځای د نوي قانون راوړلو لپاره د ټرمپ ملګري يئ. دا يوه ساده خبره ده."

هغه دا خبره د سپيکر پال راين په دفتر کې د شوې هغه غونډې وروستو وکړه په کومه کې چې د ايوان نمايندګان قدامت پسنده د ريپبلکن غړو يوې ډلې له خوا د دې بل د ملاتړ نه د انکار وروستو رابللی شوې وه.

براين وي او ای ته وويل " د هر چا لپاره دا يو مشکل وخت دی خو زه وايم د دې کار د کولو او په سمه توګه د کولو پخه اراده هم شته". پال ريان په دې بل د رای شمارۍ لپاره هغه ورځ ټاکلې وه چې د اوباما "اېفورډ اېبل هېلتهـ اېکټ" د منظورۍ اووه کاله پوره شو.

د ايوان نمايندګان فريډم کاکس ډله چې په قدامت پسنده غړو مشتمله ده، په دې بل يې رای شماري ځکه پرې نښوده چې په دې کې د صدر اوباما د قانون يو شمېر برخې شامل کړې شوې وې.

د فريډم کاکس مشر مارک مېډوز په سپينه ماڼۍ کې د صدر ټرمپ سره د خبرو وروستو خبريالانو ته وويل "مونږ په يقيني توګه د دې بل د ملاتړ هڅې کوو خو دا هم سمه ده چې مونږ د دې لپاره جايز غوښتنې کړي دي او هيله مند يو چې دا غوښتنې به واورېدلی شي او اخر به ومنل شي".

ټرمپ بيا بيا فرډم کاکس ته خبرداری ورکړی که هغوي د دې قانون ملاتړ ونه کړو نو د ۲۰۱۸م منځ مهاله ټاکنې به وبايلي.

بل اړخ ته د ريپبلکن منځ خوښي غړي وايي چې د صدر له خوا د قدامت پسنده غړو وړانديزونه که ومنل شو نو په سينيټ کې به د دې د منظورۍ امکان نور هم کم شي.

XS
SM
MD
LG