لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د افغانستان د سولې په اړه پاکستان سره د خبرو کول رد کړي


د امریکايي پوځ یو لوړ رتبه چارواکي دا امکان څرګند کړی دی چې ګنې روس د امریکا او نیټو د ځواکونو خلاف په جنګ کې ښکیل طالبانو ته امداد ورکوي.
د امریکايي پوځ یو لوړ رتبه چارواکي دا امکان څرګند کړی دی چې ګنې روس د امریکا او نیټو د ځواکونو خلاف په جنګ کې ښکیل طالبانو ته امداد ورکوي.

افغان طالبانو د رسنيو دغه راپورونه رد کړي چې استازې يې په وروستيو کې ګاونډي پاکستان ته تلي او چارواکو سره یې په دې خبرې شوي چې کابل سره د سولې په اړونده نېغ په نېغه خبرې وکړي.

طالبان د اوږدې مودې نه افغان حکومت سره نېغ په نېغه د خبرو څخه انکار کوي، او د امريکا ګوډاګی يې بولي.

د طالبانو مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد وي او ای ته د جمعې په ورځ ويلي "مونږ په سختۍ سره د ميډيا دغه راپورونه رد کوو، نه زمونږ کوم مشر اسلام اباد ته تلی او نه يې د کوم چارواکي سره ليدلي دي".

ولې هغه د دې خبرې رد نه کړی چې د ماسکو په غونډه کې به ګډون کوي که چرته وبلل شو.

ذبيح الله ویلي، "چې بلنه راته مېلاؤ شي د هغې وروستو به په دې خبره کوو".

طالب وياند دغه خبره يوه ورځ وروستو له هغې کړې چې اېسوسي اېټډ پرېس خبر ورکړی چې اووه طالب مشران اسلام اباد ته تلي او فشار پرې اچول شوی چې د افغان حکومت سره د سولې بهير ته بيرته راشي.

پاکستان يواځې د کال ۲۰۱۵م په جولائۍ کې په خپل کوربه توب د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې کړي ولې يوه مياشت وروستو د طالبانو د مشرملاعمر د مړينې د خبر مخې ته راتلو وروستو تراوسه پورې دغه خبرې بيا نه دي شوي.

پاکستاني استخباراتي چارواکو وي او ای ته ویلي د څه ډول خبرو يا سفر په اړوند نه معلومات نه لري.

افغانستان کې د طالبانو د بریدونو له کبله په وروستيو کې د کابل او اسلام اباد اړيکې تاؤژنې دي، او افغان چارواکي تور لګوي چې وسله وال د پاکستان خاوره کاروي.

د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني تېره اوونۍ په واشنګټن کې ویلي، دروازې يې د سولې خبرو ته خلاصې دي، ولې په اسلام اباد يې تور لګولی په هېواد کې يې د سولې په خبرو کې خنډ جوړ دی.

هغه ويلي "پاکستان د هغه ترهګرۍ ملاتړ کوي چې په افغانستان او سيمه کې تشدد ته دوام ورکوي، او طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ پاکستان ته اړتيا لري".

روس په وروستيو کې ګام پورته کړی چې د افغان سولې دپاره ګڼ اړخيزه خبرې وکړي.

ماسکو په راتلونکې مياشت کې د دغه عمل مخ په وړاندې بوتلو دپاره د افغانستان، پاکستان، هند، ايران او چين د چارواکو سره د ليدو پلان لري، امریکا ته هم بلنه ورکړی شوې ده.

ای پي د امريکې د خارجه وزارت په اړوند د زيارت په ورځ خبر ورکړی چې واشنګټن په ۱۴م اپرېل خبرو کې د ګډون کولو څخه انکار کړی او ويلي يې دي امریکا په اعتماد کې نه ده اخستل شوې چې د روس د غونډې اهداف څه دي.

د امریکايي پوځ یو لوړ رتبه چارواکي دا امکان څرګند کړی دی چې ګنې روس د امریکا او نیټو د ځواکونو خلاف په جنګ کې ښکیل طالبانو ته امداد ورکوي.

جنرل سکیپوراټي دا تفصیل نه دی ورکړی چې ګني روس په ممکنه توګه طالبانو ته څه قسمه امداد ورکوي او یا روس په څه ډول طالبان سره تعلقات لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG