لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب يونيورسټۍ کې پښتانه طالبعلمان وهلي او ټکولي شوي دي


د ظريف په وينا چې پوليس راغله هغوي هم په پښتنو طالبعلمانو  اوښکې بهيونکی ګېس وويشتی او د ډنډو ګوزارونه يې پرې وکړل.
د ظريف په وينا چې پوليس راغله هغوي هم په پښتنو طالبعلمانو  اوښکې بهيونکی ګېس وويشتی او د ډنډو ګوزارونه يې پرې وکړل.

په لاهور کې په پنجاب پوهنتون کې د طالبعلمانو مذهبي ‌‌‌‌‌‌ډلې اسلامي جميعت طلبا هلکانو د پښتنو د يو غېر سياسي تنظيم په پلويانو باندې حمله کې نزدې دولس پښتانه زده کونکي ژوبل کړي دي.

په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو طالبعلمانو د اتحاديې پشتون اېجوکېشن ډويلپمنټ مومنټ غړي ظريف په وينا دوي د پښتنو کلچرډی په مناسبت يوه دستوره راجوړه کړې او په دغه وخت پرې د اسلامي جمعيت طلبه ډنډو په لاس هلکانو حمله وکړه او د يو درځن نه زيات پښتانه محصلين يې ژوبل کړه.

وایس اف امریکا ډيوه ريډیو سره په خبرو کې ظريف وويل "پوهنتون کې پښتنو طالبعلمانو د کلتور ورځ نمانځله او چې کله دوي اتڼ شورو کړو د اسلامي جمعيت طلبه په ګڼ شمېر کې هلکانو په دوي برید وکړو، په ډنډو يې پرې ګوزارونه وکړه، ګټې يې پرې وورولې او کېمپ ته یې ورله اوور واچوؤ".

هغه وويل په دغه بريد کې "نزدې ۱۵ پښتانه محصلين ژوبل شوي چې اوس د لاهور بيلابيلو روغتونونو ته وړل شوي دي".

نوموړي وويل چې پوليس راغله هغوي هم په پښتنو طالبعلمانو اوښکې بهيونکی ګېس وويشتی او د ډنډو ګوزارونه يې پرې وکړل.

د پنجاب صوبې د قانون وزير راناثناالله هم پخلی کړی چې پوهنتون کې د پښتنو طالبعلمانو يوه دستوره روانه وه چې دويې یې اجازه هم اخستې وه ،"د جماعت اسلامي د طالبعلمانو تنظیم اسلامي جمعيت طلبه هلکانو غونډه ګردي کړې او په دوي يې حمله کړې ده".

راناثناالله وويل په حمله کوونکو کې د اسلامي جمعيت طلبه په هلکانو کې د پوهنتون نه بهر هم خلک شامل وو. هغه وويل چې څوک په دغه پېښه کې ککړ وي په ضد به يې کارروائي کولی شي.

د جماعت اسلامي يو مشر فرید پراچه ځايي مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي پنجاب کې د اسلامي جمعيت طلبه مشر په خپله پښتون دی او دوي د پېښې معلومات کوي چې په اصل کې شوي څه دي.

د بلوچستان سره تعلق لرونکي د پوليټکل سائنس زده کوونکي ظريف وويل پنجاب پوهنتون کې د پشتون اېجوکېشن ډويلپمنټ مومنټ چې د پښتنو طالبعلمانو غېرسياسي تنظيم دی لخوا يوه اوونۍ وړاندې د کلتور د ورځې په مناسبت د غونډې تابيا شوې، او د پوهنتون د انتظاميې نه اجازه هم اخستل شوې وه.

د نوموړي په وينا پوهنتون کې د بلوڅو کلتوري دستورې کیږي څوک هم ورته څه نه وايي خو چې پښتانه کله هم داسې ورځ راجوړوي په ضد يې جمعيت والا راپاڅي.

هغه وويل له دې وړاندې هم پوهنتون کې د پښتنو په هاسټل د اسلامي جمعيت طلبا هلکانو برید کړی دی. هغه زياته کړه پوهنتون کې د خېبرپښتونخوا، قبايلي سیمو او بلوچستان صوبې سره تعلق لرونکي نزدې ۳۰۰ پښتانه محصلين زده کړې کوي.

نوموړي وويل د يو سازش لاندې پښتنو سره دغه ناوړه عمل کيږي او دا د پښتنو د پوهنتون نه د ويستو او تعليم نه بې برخې کولو هڅه ده.

راپورونه وايي اسلامي جمعیت طلبه تنظيم په پنجاب پوهنتون کې پوره اثر لري او د تشدد د لارې په نورو خلکو خپل سوچ مني، که څه هم دغه ډله دعوه کوي چې د خلکو او طالبعلمانو ملاتړ ورسره دی ولې راپورونه وايي چې دغه تنظيم خپل پلويان د تشدد د ګواښ لاندې ساتي.

د نيويارک ټائمز ورځپاڼې د راپور ترمخه څه موده وړاندې د اسلامي جمعيت طلبه طالبعلمانو پوهنتون کې يو هلک په دې خبره وهلی چې د ملګرې جينۍ سره نزدې ناست ؤ او دې عمل ته يې غېر اسلامي ويلي ؤ.

د پنجاب پوهنتون د طالبعلمانو په وينا د اسلامي جمعيت طلباء هلکان د پوهنتون استازان او انتظاميه هم د تشدد دګواښ لاندې ساتي، او د دغه لارې خپله خبره په زور په خلکو مني.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG