لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف د افغانستان سره د تړلو پولو خلاصولو امر کړی


پاکستان د فرورۍ د میاشتې په ۱۶م نېټه افغانستان سره په پوله د تورخم او چمن د غټو  لارو ترڅنګ ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې وې.
پاکستان د فرورۍ د میاشتې په ۱۶م نېټه افغانستان سره په پوله د تورخم او چمن د غټو  لارو ترڅنګ ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې وې.

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف امر کړی چې د افغانستان سره تړلې پولې دې په سمدستي ډول خلاصې کړی شي، پاکستان د فرورۍ د میاشتې په ۱۶م نېټه افغانستان سره په پوله د تورخم او چمن د غټو لارو ترڅنګ ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې وې.

پاکستان د افغانستان سره د تړلو لارو خلاصولو پرېکړه په داسې حال کې کړې چې تېره اوونۍ د برطانيه په کوربه توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو ښه کولو په موخه لندن کې يوه غونډه شوې وه.

نن د ګل په ورځ د پاکستان وزيراعظم نوازشريف په يو بيان کې ويلي باوجود د دې چې پاکستان کې په وروستيو کې رامنځته شوؤ ترهګرو پېښو کړۍ د افغانستان په خاوره د موجودو ترهګرو سره مېلاويږي، ولې دوي ګڼي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پېړو راهسې د مذهبی، کلتوري او تاريخي اړيکو په سبب د پولې د زياتې مودې پورې تړل د اولس او معاشي ګټو پرضد دي.

بيان کې وزیراعظم نوازشريف ويلي د نيک نيتۍ په اساس مو په سمدستي ډول په پوله د تړلو لارو خلاصېدو پرېکړه وکړه، او زياته کړې يې ده هيله لرو چې د کوم علتونو په سبب دغه ګام پورته کړی شوی ؤ، د هغې د مخې نيولو دپاره به د افغانستان حکومت ټول اړين ګامونه پورته کړي.

پاکستان تېره مياشت په هېواد کې د ترهګرۍ رامنځته شوؤ پېښو چې دغه ترهګر د افغانستان په خاوره موجود دي، ولې د افغانستان حکومت دغو تورونو ته په غبرګون کې ويلي ؤ پاکستان دې د وروستیو ترهګریزو بریدونو او حملو په تړاو پر افغان حکومت د تورونو لګولو پرځایي اسلام اباد باید دټولو ترهګرو پرضد چې پاکستان ، افغانستان اوسیمه یې له سترګواښ سره مخامخ کړې ،ریښتنې مبارزه وکړی او ترهګرو ډلوته دې په غیږه کې نور ځای ورنه کړي او له هرډول ملاتړنه دې لاس واخلي.

د فرورۍ په مياشت کې د پنجاب صوبې په لاهور ښار او بيا په ۱۶م نېټه د سندهـ صوبې په سېهون ښار کې د لعل شهباز قلندر په مزار د ځانمرګي بريد وروستو پاکستان د افغانستان سره ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې وې.

افغان چارواکو د پولې تړل د نړيوال قانون سرغړونه ګرځولې وه.

د لعل شهباز په مزار شوي ځانمرګي بريد کې د ۹۰ زيات کسان وژل شوي او د بريد زمه واري داعش ډلې منلې وه.

د لعل شهباز قلندر د پېښې په سبا له اسلام اباد کې افغان سفارتي چارواکي پوځي مرکز جي اېچ کيو ته بلل شوي او د ۷۶ ترهګرو فهرست ورته ورکړی شوی چې افغان حکومت دې د دغو ترهګرو په ضد په سمدستي ډول عملیات وکړي يا دې پاکستان ته وسپاري.

له هغې دوه ورځې وروستو افغان حکومت په اسلام اباد کې د خپل سفارت د لارې پاکستاني چارواکو ته د ۳۲ ترهګرویزو مرکزونو او د ٨٠ ؤ نه زیاتو مشکوکو ترهګرو فهرست سپارلی، او افغان حکومت ويلي ؤ دغه ډلې او ترهګر دپاکستان د خاورې نه د افغانستان پرضد عمليات کوي.

د پاکستان لخوا افغانستان سره د لارو تړل کېدو له امله د زرګونو په شمېره کې خلک په پوله حصار پاتې شوي او دغه ډول د سوداګرۍ دپاره دواړو غاړو ته د سامانونو ډک ګاډي هم ودرېدلي وو.

پاکستان د روانې مياشتې په وړومبۍ اوونۍ کې د تورخم او چمن لارې د هغو خلکو چې ورسره سفري اسناد وو د د دوه ورځو دپاره پرانستې او د راپورونو ترمخه په دوه ورځو کې نزدې ۵۰ زره تنه په دغو لارو اوړېدلي وو، چې زياتره يې په پاکستان کې ګېر شوي افغانان وو او هغوي بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي وو.

دغه لارې وروستو له هغې پرانستل شوې چې کله په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال غوښتنه کړې وه که پاکستان افغانستان ته په دوه ورځو کې تړلې لارې خلاصې نه کړې نو هغه به د کابل نه وغواړي چې پاکستان کې ګېرو افغانانو دپاره ځانګړي پروازونه وچلوي، او دا به د پاکستان ښه تصوير وړاندې نه کړي.

ولې د سوداګرۍ دپاره د پولې دواړو غاړو ته تلونکي ګاډي په مستقله توګه ولاړ پاتې ؤ او د پاکستاني سوداګرو په وينا د لارو د بندېز له امله ۸۰ فيصده تاوان پاکستان او ۲۰ فيصده افغان سوداګرو او د پولې دواړو غاړو ته پرته پښتنو ته اوړېدو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG