لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د افغانستان سره د پولې تړلو يوه مياشت وشوه


پاکستان د فرورۍ د مياشتې په ۱۷م نېټه هغه وخت افغانستان سره د تورخم او چمن د غټو لارو ترڅنګ نورې ټولې لارې وتړلې چې کله په دغه هېواد کې پرله پسې د ترهګرۍ پېښې رامنځته شوې.
پاکستان د فرورۍ د مياشتې په ۱۷م نېټه هغه وخت افغانستان سره د تورخم او چمن د غټو لارو ترڅنګ نورې ټولې لارې وتړلې چې کله په دغه هېواد کې پرله پسې د ترهګرۍ پېښې رامنځته شوې.

د پاکستان لخوا افغانستان سره د تورخم او چمن د لارو تړل کېدو چې مياشت پوره شوه ، سوداګر وايي د لارو تړل کېدو له امله د تجارت په مد کې ۸۰فيصده زيان د پاکستان او ۲۰ فيصده یې افغان سوداګرو ته اوړي او زیات اغېزمن يې د پولې دواړو غاړو ته پراته پښتانه دي.

د پاکستان او افغانستان د شریک اېوان صنعت و تجارت مشر زبېرموتي والا وايي، "د پاکستان نه ډېر سامانونه افغانستان ته ځي ځکه د پولې بندېدو ډېر تاوان پاکستاني سوداګرو ته اوړي".

ډيوه ريډيو سره په خبرو کې نوموړي وويل " ۸۰فيصده تاوان پاکستان ته اوړي، او پينځه زره کنټېنرې د پولې دې اړخ ته پاتې دي چې د ټرانزټ والا ترې لرې کړې بيا هم د سامانونو ډکې د درې نيم زره پورې کنټېنرې پاتې کيږي".

او په پېښور کې د افغان سوداګرو کمشنر ميروېس یوسفزی وايي يواځې د تورخم دواړو غاړو ته نزدې شپږ زره کنټېنرې ولاړې پاتې دي، او له دې نه علاوه د پاکستان نه افغانستان ته خوراکي توکي او د هاغه لوري نه دغه رنګ د راتلو نکو څيزونه ګاډي واپس شوي ، چې ځيني څيزونه پکې خراب شوي او ځينې په ارزانو بيعو خرڅ کړی شوي او سوداګر يې سخت تاواني کړي دي.

ډيوه ریډيو سره په خبرو کې ميرويس يوسفزي د زبېرموتي والا د اوړېدونکي تاوان خبره تائيد کړه او وي ويل،

" د پاکستان نه افغانستان ته د خوراکي توکو نه تلو کبله هلته په مارکيټ کې د څیزونو په بېعو ډېر اثر نه دی پرېوتی او د هغې وجه هم دا ده چې افغانستان ته د ايران نه د چابهار او ازبکستان ترڅنګ د نورو ملکونو نه خوراکي توکي وړه، وريژې، غنم او نور سامانونه راځي او بېعې يې د پاکستان نه کمې وي".

هغه وويل افغانستان اوس هغه افغانستان نه دی پاتې او د پاکستان نه د لارو د بندېز له امله د سامانونو د بيعو په لوړوالي ډېر اثر نه ليدل کيږي خو چې څومره تجارت د دواړو هېوادونو ترمنځ کیږي "هغه د پولې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه کوي او اوسني بندېز زيات تاوان هم پښتنو ته اړولی دی".

د دواړ هېوادونو سوداګر وايي بايد د دواړو حکومتونو په سياسي تاؤ تريخوالې کې سوداګر قربان نشي.

ميروېس وايي پاکستان لخوا د لارو بندول د نړيوال قانون سرغړونه ده. او موتي والا وايي د امنيت دپاره ځينې ګامونه اخستل ضروري وي.

زبېر موتي والا وويل، د افغان سوداګرو سره په ګډه يې تېر دوه ورځې په اسلام اباد کې د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي او هغوي ورته په دوه ورځو کې د لارو پرانستو باور ورکړی دی.

هغه زياته کړه پاکستاني چارواکو ورته د برطانيې په کورب توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو ښه کولو په لړ کې د ليدنې حواله ورکړې ده.

دوه ورځې وړاندې په لندن کې د برطانيې په کوربه توب د پاکستان او افغانستان چارواکو ليدلي او د دواړو هېوادونو لخوا خوشبيني هم څرګنده شوې ولې د دغه ليدنې او راتلونکې پرمختګ په اړه يې کوم خبر مخې ته نه دی راغلی.

پاکستان د فرورۍ د مياشتې په ۱۷م نېټه هغه وخت افغانستان سره د تورخم او چمن د غټو لارو ترڅنګ نورې ټولې لارې وتړلې چې کله په دغه هېواد کې پرله پسې د ترهګرۍ پېښې رامنځته شوې.

د پاکستان دريځ دی لارې یې د ترهګرۍ د مخې نيولو دپاره تړلې دي، افغان چارواکي لارې تړل د نړيوال قانون سرغړونه بولي او څيړونکي وايي ترهګرکه چرته د افغانستان نه دې لوري ته راوړي هم نو هغه په ويزې او پاسپورټ نه راځي.

پاکستان د روانې مياشتې په وړومبۍ اوونۍ کې د تورخم او چمن لارې د هغو خلکو چې ورسره سفري اسناد وو د د دوه ورځو دپاره پرانستې او د راپورونو ترمخه په دوه ورځو کې نزدې ۵۰ زره تنه په دغو لارو اوړېدلي وو، چې زياتره يې په پاکستان کې ګېر شوي افغانان وو او هغوي بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي وو.

دغه لارې وروستو له هغې پرانستل شوې چې کله په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال غوښتنه کړې وه که پاکستان افغانستان ته په دوه ورځو کې تړلې لارې خلاصې نه کړې نو هغه به د کابل نه وغواړي چې پاکستان کې ګېرو افغانانو دپاره ځانګړي پروازونه وچلوي، او دا به د پاکستان ښه تصوير وړاندې نه کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG