لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ائيني او انتظامي اصلاحاتو سره سم به فاټا پښتونخوا کې شامل شي


په راتلونکو درېو يا څلورو مياشتو کې به د سېنېټ او قامي اسمبلۍ نه فاټا ته د عدالتي نظام غځولو قانون هم پاس شي،
په راتلونکو درېو يا څلورو مياشتو کې به د سېنېټ او قامي اسمبلۍ نه فاټا ته د عدالتي نظام غځولو قانون هم پاس شي،

د پاکستان وزير اعظم ميا نواز شريف د بهرنو چارو صلاح کار او د قبايلي سيمو د اصلاحاتو کمېټۍ مشر سرتاج عزير وايي د پرمختيا، امنيت او قانون سازۍ چارو په وخت سر ته رسېدو سره د فاټا خېبرپښتونخوا کې د شاملېدو عمل وړاندې هم کېدی شي.

د پاکستان يو شخصي ټيلي ويژن "جيونیوز" سره په خبرو کې سرتاج عزيز ويلي مونږ خپلو سفارشاتو کې ليکلي چې پينځوؤ کالو کې دننه دې فاټا خېبرپښتونخوا کې شامله کړی شي خو که ائيني او انتظامي اصلاحات په وخت سر ته ورسي نو د شاملېدو دا عمل وړاندې هم کيدې شي.

سرتاج عزيز وويل چې په راتلونکو درېو يا څلورو مياشتو کې به د سېنېټ او قامي اسمبلۍ نه فاټا ته د عدالتي نظام غځولو قانون هم پاس شي،

"د عدالتونو نظام فاټا ته غځولو د پاره د قانون سازۍ ضرورت دی، د سېنېټ او اسمبلۍ نه به پاس کېدو د پاره د درېو يا څلورو مياشتو ضرورت وي،مونږ به هڅه کوو چې د بجټ اجلاس شروع کېدو نه وړاندې دغه عمل سر ته ورسي"

سرتاج عزيز وويل چې کومو سيمو کې حکومتي عملداري پرځايي ده هغه علاقو کې به د حکمنامې جاري کېدو سره سم اېف سي ار ختم شي او رواج ايکټ به عملي شي لکه باجوړ ايجنسۍ کې په سمدستي توګه دغه قانون عملي کيدل امکان لري خو چې کومو سيمو کې بد امني ده او حکومتي واک کمزوری دی هلته به مرحله وار رواج ايکټ نفاذ کيږي.

سرتاج عزيز ويلي چې د۲۰ زره ليويز اهکارو بهرتي کولو عمل به په دوو کالو کې سر ته ورسيږي او چې کله فاټا خېبر پښتونخوا کې شامله شي نو دوي ته به د پوليسو حيثيت ورکړل کيږي.

د سرتاج عزيز په وينا چې په راتلونکو درې يا څلورو اوونو کې به د فاټا نه پرمټ او راهدارۍ نظام ختم شي،

"درې يا څلورو هفتو کې دننه به د پرمټ او راهدارۍ نظام ختمولو امر جاري شي، دغه د غبن تر ټولو لويه زريعه ده"

سرتاج عزيز وويل چې ګډ قامي امدن کې به د فاټا د پاره درې فيصده برخه کېښودو باندې صوبو سره خبرې روانې دي او دوي خوشبينه دي چې ګټورې نتيجې به ورلري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG