لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغان مېرمنو د داعش په بند کې څه تېر شوي؟


"مونږ به يې په تياره کې ساتلو، د نمونځ اجازه راته نه وه، ماشومانو مو په زور خبرې نشوې کولی".
"مونږ به يې په تياره کې ساتلو، د نمونځ اجازه راته نه وه، ماشومانو مو په زور خبرې نشوې کولی".

د افغان مېرمنو يوه ډله چې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د داعش په بند کې باتې شوې اخر چې خاموشي يې ماته کړې، او د داعش په بند کې په دوي تېر شوی حال يې ويلی دی.

په دغو مېرمنو کې يوې تېره اوونۍ د وي او ای افغان سروس سره په خبرو کې ويلي "مونږ به يې په تياره کې ساتلو، د نمونځ اجازه راته نه وه، ماشومانو مو په زور خبرې نشوې کولی".

دغه مېرمنې چې د کال ۲۰۱۶م په لمړيو کې د داعش وسله والو د ننګرهار څخه نيولې وې، د پرېښودو نه وړاندې يې د څلورو مياشتو نه زياته موده په بند کې ساتلې او د سيمې د قبايلي مشرانو د خبرو او بنديانو خوشي کولو په بدل کې راپرېښودي وې.

د داعش له ويري دوي نزدې يو کال د داعش د وسله والو د سلوک په اړه غلې پاتې شوي ولې تېره اوونۍ په جلال اباد کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت راجوړه دستوره کې يې په دوي شوي ظلمونه بيان کې کړي دي، په دستوره کې ولايتي چارواکو او عامو خلکو ګډون درلود.

د امنيت له کبله دغو مېرمنو د وي او ای خبريال سره په خبرو کې خپله پېژندګلو پټه ساتلې ده.

په ننګرهارکې د ځواکونو يو چارواکي ترمخه، د بنديانو خوشي کولو تبادله د صدر اشرف غني د منظورۍ ورکولو وروستو شوې وه.

د راپورونو ترمخه افغان چارواکو په کال ۲۰۱۶م کې په سيمه کې د عملياتو په وخت د داعش د پلوي ځايي جنګيالو د کورنو غړي نيولي او د د تفتيش دپاره يې بندي کړې وې.

د دې په غبرګون کې په سيمه کې د کوټ ضلعې په يو کلي چې د حکومت ملاتړ یې کولو د داعش وسله والو پرې برید کړی سړي يې وژلي څو ښځې او ماشومان يې ورله نيولي وو.

دغو مېرمنو وي او ای ته ويلي د داعش وسله والو به دوي په توره تياره کې ساتلې او دوي ته به یې ويل چې د افغان حکومت مرسته کوي او دحکومتي ولقې لاندې سيمو کې د اوسېدو له سببه بې لارې شوي دي.

يوې مېرمنې ويلي"مونږ به یې وهلو او ويل به يې راته چې وژنو به مو، ځکه چې تاسو کافران شوي يئ".

دوي ويلي وسله والو د هوايي عملیاتو له امله پرله پسې د دوي ځايونه بدلول.

"دوي به مونږ د يو ځای نه بل ځای ته بوتلو او په اخره کې يې په اچين ضلع کې په مومند دره کې دېره کړو"، يوې بلې مېرمن ويلي دوي ته بې ویډيو ښکاره کولې چې څنګه يې ورله خاوندان وژلي دي.

يوه مېرمن چې د دوه پېغلو لوڼو سره نيول شوې وه ويلي دي د داعش زياتره وسله وال بهرني دي ځکه چې دوي به په مختلفو ژبو کې خبرې کولې.

هغې ویلي "د وسله والو اوږده وېښته ؤ، مخونه به يې پټ ؤ او مختلفې ژبې يې ويلې".

په ننګرهار کې د بشري حقونو کمېشن وي او ای ته د دغو ښځو د خبرو پخلی کړی او د کمېشن مشرې سبرينه حميدي ویلي "د دغو ښځو خاوندان داعش وژلي دي".

د خاوندانو د وژل کېدو وروستو د بچو ساتنه په دوي راغلې، او په عمومي ډول افغانستان او بيا په کليوالو علاقو کې دغه ډول ښځې چې کونډې شي زياترو ته بيا د بل واده او يا د پلاره کره د بيرته تلو اجازه نه ورکړےکيږي.

هغې په افغان حکومت د دغو مېرمنو سره د مرستو غږ کړی دی.

داعش په په وروستيو کالونو کې د افغانستان ختيځې صوبې ننګرهار کې ځان مظبوط کړی او په خصوصي توګه پاکستان سره په پوله کوټ ضلع کې د ډلې وسله وال ډېر فعال پاتې شوي دي.

داعش تېر کال په ضلع کې غټې حملې کړې په درځنونو خلک يې وژلي او زرګونو خلک د سيمې نه په کډه کولو مجبور شوي وو. دغه رنګ دوي د صوبې په نورو ضلعو کې په بريدونو کې دولتي تاسيسات په نخښه کړي، سکولونه يې بند کړي او دينې مدرسې يې پکې جوړې کړې وې.

داعش په وروستيو کې د ختيځو سيمو نه خپل فعاليتونه د افغانستان نورو سيمو ته غځولي دي.

داعش په وروستیو کې په کابل کې پوځي روغتون باندې د بريد چې پکې ۳۱ کسان وژل شوي او د ۸۰ نه زيات نور ژوبل شوي د زمه وارۍ اخستو ترڅنګ د نورو وژونکو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

تېره اوونۍ يې په جوزجان صوبه کې دوه مزارونه سوځولي دي.

ولې په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ويلي افغان حکومت په وروستيو کې د ډلې په ضد کاميابۍ ترلاسه کړي او د وسله والو شمېره د ۳۰۰۰ نه څو سوؤ ته راټيټه شوې ده ځکه چې تېر کال امریکايي او افغان ځواکونو د دوي په ضد ګډ عمليات کړي وو.

په افغانستان کې د نېټو ځواکونو ویاند امریکايي بريګيډیئر جنرال چارلس کليولېنډ تېره اوونۍ په کابل کې خبريالانو ته ویلي "د دوي د باوري اندازو ترمخه داعش ۷۰۰ وسله وال لري، دوي کم کړی شوي او يواځې د ننګرهار په درېو ضلعو کې پاتې دي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG