لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې د ترهګرو پالونکی هیواد وګرځول شي:کانګریس کې غوښتنه


قانوني مسوده کې لیکل شوي چې پاکستان یو داسې بې اعتباره هیواد دی چې تل یې د امریکا د دښمنانو ملا مضبوطه کړې ده
قانوني مسوده کې لیکل شوي چې پاکستان یو داسې بې اعتباره هیواد دی چې تل یې د امریکا د دښمنانو ملا مضبوطه کړې ده

امریکايي کانګریس ته په وړاندې کړل شوې یوې قانوني مسوده کې غوښتنه شوې چې پاکستان باید په رسمي ډول د ترهګرۍ پالونکی هیواد وګرځول شي.
په وروستیو کې د امریکا، هند، افغانستان اؤ نورو هیوادونو له لوري د پاکستان لخوا ترهګرو ډلو سره په کیدونکو مرستو اندیښنې سیوا شوي اؤ څیړونکي وایي اوس پاکستان سره له دې پرته بله لار نشته چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې خپل ریښتونی کردار وښایي.
امریکايي کانګریس ته دغه قانوني مسوده په کانګریس کې د ترهګرۍ په ضد د جوړې جرګه ګۍ مشر اؤ دکانګریس نفوذ لرونکي غړي ښاغلي ټیډپو وړاندې کړې ده.
ددغه قانوني مسودې وروستو د امریکا اولسمشر مکلف دی چې د دریوؤ میاشتو په موده کې ځواب ورکړي ایا پاکستان د ترهګرۍ مرسته اؤ پالنه کوي که نا؟
خو په یوه میاشت کې به د بهرنو چارو وزیر پخپل راپور کې پاکستان د ترهګرۍ پالونکی هیواد ګرځوي اؤ یا به هم په تفصیل سره څرګندوي چې ولې باید دغه هیواد د ترهګرۍ پالونکی ونه منل شي؟
په دغه قانوني مسوده کې لیکل شوي چې پاکستان یو داسې بې اعتباره هیواد دی چې تل یې د امریکا د دښمنانو ملا مضبوطه کړې ده.
سناتور ټیډپو وایي دغه هیواد د ترهګرو سرپرستي کوي د القاعده مشر اسامه بن لادن ته پناه دوي ورکړې وه، د حقاني نیټ ورک جنګیالي دوي پاللي دي اؤ اوس هغه داسې ډیر ثبوتونه لري چې په ډاګه کوي پاکستان د امریکا سره نه بلکې ترهګرو سره ولاړ دی .
دښاغلي ټیډپو په وینا "اوس وخت راغلی دی چې نور باید پاکستان ته ددغه فریب دپاره په انعامونو ورکولو بندیز ولګول شي اؤ دغه هیواد په رسمي توګه د ترهګرۍ پالونکی ملک وګرڅول شي"
خو په امریکا کې د پاکستان سفیر ښاغلی جلیل عباس جیلاني بیا د امریکايي سنیټیر دا تورونه ردوي اؤ وايي پاکستان هیڅکله ترهګر نه دي پاللي.
پخپل یو مضون کې پاکستاني سفیر لیکلي داسې هیڅ ثبوتونه نه شته چې ښایي پاکستان په رسمي ډول اسامه بن لادن ته پخپله خاوره کې پناه ورکړي وي.
هغه دعوه کوي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان لخوا د ضرب عضب عملیاتو په مهال خواوشا 3500 جنګیالي وژل شوي چې 900 پکې د هغه تندروه تنظیم لښکر اسلام غړي دي چې افغانستان کې امریکایي پوځیانو ته په
.تیریدونکو سامانونو به یې بریدونه کول
تیره ورځ د امریکا د پوځ مرکزي کمانډ (سینټ کام) مشر جنرال جوزف ووټل هم ویلي چې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې تر 20 پورې ترهګرې ډلې فعاله دي او په دغو کې اووه په پاکستان کې پناه ځایونه لري.
هند چې دپاکستان یو ګاونډي هیواد دی په پاکستان تورونه لګوي چې ددغه هیواد دننه د ممبۍ د ترهګریز برید په ګډون ترسره شوؤ نورو ترهګریزو بریدونو کې دپاکستاني ترهګرو لاس دی.
د سینټ کام مشر ویلي په پاکستان کې میشتو ترهګرو ډلو لخوا په هند کې د بریدونو فکر مندۍ او دې ته د هند لخوا په ممکنه توګه ښکاره کیدونکی عکس العمل د دواړه هیوادونو تر مینځه د جګړې امکانات سوا کولی شي.

بل لوري ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل په رسمي ډول د ملل متحد امنیتي شوار ته شکایت کړی چې پاکستان افغانستان کې د ترهګرو ملاتړ کوي اؤ دغه هیواد کې یې بې ثباتي رامینځته کړې ده.
د جمعې په ورځ دافغانستان په د وضعیت په د ملل متحد د امنیتي شورا جوړې شوې غونډې ته د افغانستان ځانګړي استازي ویلي پاکستان په افغانستان یوه نا اعلان شوې جګړې تپلې ده چې مقصد یې د ترهګرۍ په ضد جګړې ته زیان رسول اؤ په افغانستان کې سیاسي اؤ سوله ییز بهیر کمزوری کول دي.
ښاغلي محمود صیقل داسې ګڼ شمیر دلیلونه هم ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي چې ښایي طالبان د پاکستان استخباراتي شبکې ایي ایس ایي پیداوار دی اؤ هم د هغوي په مرسته یې افغانستان کې د ترهګرۍ بازار تود ساتلی دی.
دعوامی نیشنل ګوند مرکزي سکتر میا افتخار حسین وایي دې کې شک نشته چې پاکستان کې تندروه تنظیمونه اؤ ترهګر شته خو امریکا ته به د یو هیواد پځایې د ترهګرۍ په ضد ګامونه اخستل وي.
وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي میا افتخارحسین وویل اوس پاکستان سره هم له دې پرته بله لار نه پاتې کیږي چې د ترهګرۍ په ضد خپلې تګلارې سمې کړي.
هغه وویل نن چې چرته هم ترهګري کیږي تر شا یې د پاکستان نوم اخستل کیږي ددې وجه داده چې اسامه دپاکستان خاوره کې وموندل شو، ملا عمر اؤ ملا اختر منصور دپاکستان په خاوره ؤ اؤ اوس هم یوازې دپنجاب په لاهور ښار کې 71 تندروه تنظیمونه په فعالیت بوخت دي.
نوموړي وویل خو داسې نه ده چې امریکا یا نورې نړۍ ته ددې هرڅه په هکله معلومات نشته "دوئ ته د 35 ؤ کالو نه ښه معلومه وه چې د ترهګرو پالنه اؤ روزنه د چرته نه کیدله خو د نائن الیون نه وروستو یې مفادات بدل شول اؤ اوس یې دې لوري ته توجو راګرځولې ده "
میا افتخار وایي چې که د ترهګرۍ د ختمولو خبره کیږي نو بیا پکار ده چې دترهګرو ترمنیځ توپیر ونه کړل شي اؤ د نړۍ په هره برخه کې چې ترهګر روزل کیږي یا پالل کیږي هغه ختم کړل شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG