لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا د پولې تړل به د ترهګرۍ مخه ونیول شي؟


امریکا اؤ افغانستان په پاکستان تورونه لګوي چې دتیرې یوې لسیزې راهسې ترهګر دپاکستان په خاوره کې خپلې خوندي ځالې لري
امریکا اؤ افغانستان په پاکستان تورونه لګوي چې دتیرې یوې لسیزې راهسې ترهګر دپاکستان په خاوره کې خپلې خوندي ځالې لري

پاکستان افغانستان سره خپلې تړلې پولې د دوؤ ورځو دپاره د پرانستل کیدو وروستو یو ځل بیا تړلي دي .

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند نفیس ذکریا وایي دافغانستان زمکه پرله پسې د پاکستان په ضد استعمالیږي ځکه پاکستان افغانستان سره خپلو پولو تړلو ته اړ شوی دی.
خو د واشنګټن اؤ کابل نظر بیا د پاکستان د رسمي نظر برعکس دی اؤ وایي چې دتیرې یوې لسیزې راهسې ترهګر دپاکستان په خاوره کې خپلې خوندي ځالې لري.
امریکا اؤ افغانستان په دې باور دي چې پاکستان دافغان طالبانو اؤ حقاني شبکې د جنګیالو سرپرستي کوي اؤ دغه دواړه ترهګرې ډلې هم دپاکستان دخاورې څخه افغانستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.
دافغانستان د طالبانو د تحریک مشر ملا منصور چې تیر کال د پاکستان بلوچستان صوبه کې په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ، هغه هم دپاکستان په پاسپورټ ایران ته سفرونه کول

دوه ورځې وړاندې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې مخالفو سیاسي ګوندونو هم افغانستان سره په اړیکو خرابولو دپاکستان په حکومت سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ افغانستان سره د پولو په تړلو پاکستان د ترهګرۍ مخه نه شي نیولی.
د زیارت په ورځ خبریالانو ته د اوونیز احوال تیرولو په وخت د پاکستان د بهرنوچارو د دفتر ویاند ښاغلي نفیس ذکریا وویل پاکستان افغانستان سره ښې اړیکې غواړي خو له بده مرغه ددغه هیواد څخه ترهګر دپاکستان په ضد ترهګري کوي.
هغه وویل د پاکستان لخوا افغانستان سره د خپلې پولې تړلو مقصد د خپلو خلکو ژوند خوندي کول دي.

خو دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دوه ورځې وړاندې مخالفو سیاسي ګوندونو افغانستان سره دپولې په تړلو اؤ اړیکو خرابولو دپاکستان په حکومت سختې نیوکې کړې وې.

دپاکستان سیاسي ګوندونه په دې نظر دي چې افغانستان سره د پولو په تړلو د ترهګرۍ مخه نه شي نیول کیدلی بلکې د ترهګرۍ مخنیوي دپاره پاکستان ته د ترهګرۍ په ضد جوړه کړل شې قامي تګلاره ټکی په ټکی عملي کول پکار دي.
دخارجه دفتر ویاند کابل کې د سردارمحمد خان په پوځي روغتون د تیرې ورځې ترسره شوی برید هم وغندلو اؤ وئ ویل پاکستان په دغه ترهګریزه پیښه خفه دی.
په دغه برید کې چې پړه یې خپلسره وسله والې ډلې داعش په غاړه اخستې تر 30 ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي وؤ.
د زیارت په ورځ د افغانستان د کورنو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي په سوشل میډیا خپور شوي خپل یو بیان کې ویلي چې افغانستان ددغه برید د پړې په هکله د داعش د دعوې جاج خو افغان استخباراتي شبکو ته ځینې نور شواهد هم لاس ورغلي چې د وخت نه وړاندې یې افشاء کول مناسب نه ګڼي.
څیړونکي وایي د صدیق صدیقي ددغه بیان اشاره د پاکستان داستخباراتي شبکې ایس ایس ایي اؤ حقاني نیټ ورک لوري ته ده .
تیره میاشت په پاکستان کې د ترهګرۍ یو شمیر پیښو کې د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې وروستو په 16 مه فرورۍ پاکستان افغانستان سره د تورخم اؤ چمن په مقام خپلې پولې تړلې وې.
د پاکستان لخوا په شپږم مارچ د دوه ورځو دپاره دغه پولې دهاغو افغانانو په مخ پرانستل شوې چې په ویزو پاکستان ته راغلي اؤ وروستو دپولې بندیدو له امله په دغه هیواد کې ګیر شوي وؤ.
افغان حکومت د پاکستان له لوري د پولو تړل د نړیوالو لوظنامو څخه سرغړونه ګرځولې اؤ وایي پاکستان د نړیوالو تجارتي تړونونو له امله مکلف دی چې افغانستان سره تجارتي لارې خلاصي وساتي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG