لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو بدخشان کې یوه میرمن سنګساره کړې ده


د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د دغې پیښې وړاندې هم وسله والو طالبانو یوه ښځه سنګسار کړې وه
د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د دغې پیښې وړاندې هم وسله والو طالبانو یوه ښځه سنګسار کړې وه

افغانستان اؤ پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې دښځو د نړیوالې ورځې دنمانځل کیدو نه یوازې یوه ورځ وروستو په افغانستان کې یوه میرمن د طالبانو لخوا د زنا په تور سنګسار کړل شوې ده.

دزیارت په ورځ دمیډیا راپورونو کې ویل شوي دغه میرمن د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې طالبانو د سوونو خلکو په وړاندې په یو میدان کې په تیږو ویشتلې اؤ وژلې ده اؤ دهغې سره یو زلمي په دورو وهل شوی چې لا د مړي ژوندي په هکله یې معلومات نه دي په ډاګه شوي.

د بدخشان د امنیې قوماندان غلام سخي غفوري امریکاغږ ته ویلي دوه ورځې وړاندې دغه جینۍ او هلک د وردوج په ولسوالۍ کې د زنا په تور طالبانو د نومول شوي والي قاري فتح الدین د وسله والو له خوا نیول شوي وؤ.

غلام سخي غفوري زیاته کړه چې د جینۍ د وژل کیدو په اړه ورته معلومات رسیدلي خو د هلک په اړه ورته نور معلومات نشته چې وژلی به یې وي او که به لاهم د طالبان په بند کې وي.

د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د دغې پیښې وړاندې هم وسله والو طالبانو یوه ښځه سنګسار کړې وه چې د دغې تازه پیښې سره په روان کال کې په دغه ولایت کې د طالب وسله والو له خوا دزنا په تور د سنګسار شوو ښځو شمیر څلورو ته رسیدلی دی.

له دې وړاندې طالبانو د دلوې په میاشت کې همد دغه ولایت د یفتل او یمګان په ولسوالیو کې هم یوه ښځه او یوه جینۍ په ورته تورونو سنګسار کړې وې.

د وسله والو طالبانو له خوا دغه جینۍ په داسې حال کې په یوه صحرایي محکمه کې وژل شوې چې پرون د افغانستان په زیات شمیر ولایتونو کې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې جوړې شوې وې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG