لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هائیکورټ روښانفکري دترهګرۍ نه خطرناکه ګرځولې


په پاکستان کې د مذهب یا د مقدسو هستیانو د سپکاوي معامله وخت د سره لانجمنه راروانه ده
په پاکستان کې د مذهب یا د مقدسو هستیانو د سپکاوي معامله وخت د سره لانجمنه راروانه ده

د پاکستان د اسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي شوکت عزیز صدیقي د شورو په ورځ د ټولنیزو رسنیو څخه په سمدستي ډول د سپکاوي څخه د ډکو موادو د لرې کولو امر کړی اؤ ویلی یې دي چې که ددې دپاره ټولې سوشل میډیا بندولو ته اړتیا وي نو هم دې بنده کړی شي.
هغه وایي دکله نه چې یې په سوشل میډیا د ګستاخۍ ډک مواد لیدلي نو خوبونه یې حرام شوي دي .
قاضي صدیقي دغه امر د هاغه خواست د اوریدنې په مهال کړی چې په سوشل میډیا د مقدسو هستیو د سپکاوي په لړ کې د اسلام اباد هائیکورټ ته شوی دی.
د اسلام اباد هائیکورټ د مشر قاضي دکورنۍ تعلق د پاکستان د یوې مذهبي ډلې جماعت اسلامي سره دی اؤ د هغه د کورنۍ مشر مولانا نعیم صدیقي دجماعت اسلامي په مخکښانو کې ګڼل کیږي.
دپاکستان دغه قاضي له دې وړاندې د مذهب د سپکاوي په تور د پنجاب د وژل شوي ګورنر سلمان تاثیر د وژونکي ممتاز قادري د مقدمې څخه د ترهګرۍ د دفعو ختمولو امر هم کړی ؤ خو وروستو دغه دفعې سترې محکمې پځایې ساتلې وې.
هرکال چې په ټوله نړۍ کې 14 مه فروري د ویلنټائن یا د مینې د ورځې په توګه نمانځل کیږي سږکال دپاکستان دغه قاضي په ګرد هیواد کې په ویلنټائن ډی د بندیز امر هم جاري کړی ؤ.
په پاکستان کې د مذهب یا د مقدسو هستیانو د سپکاوي معامله وخت د سره لانجمنه راروانه ده اؤ په دغو تورونو په خپلسره ډول تر دې مهاله د یو شمیر حکومتي چارواکو په ګډون ګڼ شمیر لږکي یا اقلیتي وګړي په جذباتي ډول د خلکو له لوري وژل شوي دي.
د اسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي د خواست اوریدنې په مهال ویلي روښانفکري یا لبرل ازم د ترهګرۍ څخه هم زیات خطرناک شی دی اؤ د سپکاوي په دغسې موادو خپرولو د مسلمانانو د صبر پیاله ډکیږي.
ښاغلي قاضي د هاغو کسانو د نومونو د هیواد څخه د باندې د وتلو داجازې نه لرلو په نوملړ کې د شاملولو امر هم کړی چې په سوشل میډیا پرې د ګستاخانه موادو د خپرولو تورونه لګول شوي.
د شورو په ورځ قاضي صدیقي ویلي د ټولنیزو رسنیو څخه دې هم په نن ورځ کې د سپکاوي مواد لرې کړی شي اؤ که راتلونکي کې ددې مخه ونه نیول شوه نو ګرد هیواد کې به فساد خور شي.
قاضي شوکت عزیز صدیقي ددغه سماعت د اوریدنې دپاره د پاکستان د کورنو چارو وزیر چوهدري نثار په ځاني خود محکمې ته رابللی ؤ خو هغه د ناروغتیا له امله د قاضي مخې ته پیش نه شو اؤ هیواد کورنو چارو سکتر اؤ نور چارواکي محکمې ته وړاندې شول.
قاضي وویل د کله نه چې یې په سوشل میډیا دغه مواد لیدلی دي نو خوبونه یې ورک شوي.
په ډاګه دې وي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانوني سزا مرګ یا عمري بند ټاکل شوې اؤ تر دې مهاله په دغه جرم کې دومره خلک د عدالتونو لخوا نه دي سزا وار کړل شوي لکه څومره چې دعامو خلکو لخوا یوازې د تورونو په اساس وژل شوي دي.
په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون وخت دسره متنازغه راروان دی اؤ ګڼ شمیر داسې پیښې مخې ته راغلي چې هغې کې یوازې د شخصي نالګۍ په اساس په یو چا د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی اؤ بیا د نورو جذباتي خلکو لخوا پخپل سر وژل شوي دي.
له دې وړاندې د پاکستان د پنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثیر اؤ لږکیو د چارو مرکزي وزیر هم د مذهب د سپکاوي دقانون په هکله په اختلافي نظر څرګندولو وژل شوي دي.
په سوشل میډیا هم پاکستان کې وخت وخت د مذهب د سپکاوي په اساس بندیزونه لګیدلی.
په کال 2013 کې دپاکستان دننه ویډیوز ښودونکی ویب سائټ یوټیوب د پیغمبر محمد ص د سپکاوي د یو فلم د څو برخو د ښودلو امله تر څلویښتو میاشتو دبندیزونو لاندې نیول شوی ؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG