لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په رغتون برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۰ تنو ته ورسېدو


د پېښې عېني شاهدينو خبريالانو ته ويلي يو ځانمرګي د سردار داؤد په مرکزي ګېټ ځان ته چاؤدنه ورکړې او او څو نور بيا روغتون ته دننه ورننوتي دي.
د پېښې عېني شاهدينو خبريالانو ته ويلي يو ځانمرګي د سردار داؤد په مرکزي ګېټ ځان ته چاؤدنه ورکړې او او څو نور بيا روغتون ته دننه ورننوتي دي.

د کابل په رغتون برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۰ او د ټپیانو شمیر ۶۶ تنو ته ورسېده.

برید د سرداد داود خان په نامه په پوځي روغتون ترسره شویدی چې داعش یې پړه په غاړه اخیستې.

دعیني شاهدانو په وینا برید لومړی ددغه ۴۰۰ بستریز روغتون په دروازه کې د یوې چاودنې سره پیل او بیا نور ترهګر روغتون ته د بریدونو لپاره ورننوتل او په خلکو یې ډزې پیل کړې.

پدغه برید کې اکثر قربانیان روغتیایې کارکونکي دي.

يوشمیر برید کونکو د روغتیایې کارکونکو جامې اغوستې وې

د پېښې عېني شاهدينو خبريالانو ته ويلي يو ځانمرګي د سردار داؤد په مرکزي ګېټ ځان ته چاؤدنه ورکړې او او څو نور بيا روغتون ته دننه ورننوتي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياندجنرال وزيري ویلي وسله وال چې شمېره يې نه ده معلومه د شمال د لوري يې چاؤدنه کړې او بيا دننه روغتون ته ننوتي او ډزې يې پېل کړي دي.

د پېښې په اړه يو ډاکټر مطبوعاتو سره خبرو کې وویل "غوښتل مو چې د عملیات‌و خونې ته لاړ شو، اوه تنه ناروغان د عملیاتو په تمه ؤ، په همدې وخت کې ډزې وشوې، فکر مو وکړ چې زموږ دوستان دي او دروازه ټکوي، کله مې چې ولیدل ځانمرګی ؤ سپینه چپنه یې په تن وه او پر ما یې ډزې وکړې. ما ځان په ځمکه وغورځو، او په زینو کې لاندې وغورځيدم، هلته یې زما یو بل ملګری وویشت، ضربه یې کړ، موږ بند پاتې شو، خو په داسې لارو مو ځان وویست چې امکان یې نه ؤ."

سردارمحمد داؤدخان روغتون په ۴۰۰ بسترو مشتمل او د افغان ځواکونو سره پکې د ملکي وګړو درملنې هم کیږي.

چارواکو ويلي د ترهګرۍ په ضد ځواک موقعې ته رسېدلی او په غټه وسله يې د بریدګرو سره جګړه شوې ده.

کابل کې د صحت د محکمې چارواکو ويلي دوه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي ولې د وژل شوؤ پېژندګلو نه ده څرګنده شوې. پېښه کې د وژنو د شمېرې اندېښنه ښودل شوې ده.

بریدکې ژوبل کسان نزدې د وزيراکبرخان روغتون ته منتقل کړی شوي او ويل کيږي زیات د روغتون کارمندان د بريد هدف جوړ شوي دي.

تېره اوونۍ په کابل کې په دغه ډول عملياتو کې چې طالبانو یې زمه واري منلې وه د يو درځن نه زيات کسان پکې وژل شوي وو.

د افغانستان صدر اشرف غني او اجرائي رئيس عبدالله عبدالله د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځلو د مراسمو چې يواځې د بريد د موقعې نه د سوؤنو میټره په فاصله راجوړ ؤ په مهال د بريد غندنه کړې او په روغتون بريد يې د افغانستان په خلکو بريد بللی دی.

د نېټو ځواکونو يو بیان کې ويلي د افغان ځواکونو مرستې ته تيار دي.

راپورونه د سرچينولخوا وايي چې روغتون ته پينځه وسله وال ورننوتي ولې د مرګ ژوبلې په اړه لا کوم کره خبر مخې ته نه دی راغلی.

نزدې پينځه کاله وړاندې هم په سردارداؤدخان روغتون ځانمرګی بريد شوی او مرګ ژوبله پکې اوختې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG