لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان سره په اړیکو خرابولو د پاکستان په حکومت قامي اسمبلۍ کې سختې نیوکې


شاهي سید وویل پکار ده چې افغانستان ته د درناوي په سترګه وکتل شي
شاهي سید وویل پکار ده چې افغانستان ته د درناوي په سترګه وکتل شي

دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو غړو د حکومت په خارجه تګلاره سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي که چرې هندوستان په پاکستان کې ترسره شوؤ ترهګرو بریدونو کې ککړ دی نو پکار ده چې هندوستان سره د واهګه پوله هم وتړل شي.
د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ کې د پاکستان په بهرنۍ تګلاره د بحث په مهال مخالفو ګوندونو په بهرنۍ تګلاره سختې نیوکې وکړې اؤ وئ ویل پاکستان د خپلې ناکامې بهرنۍ تګلارې له امله په نړۍ کې یوازې پاتې شوی دی ..
دوئ د حکومت څخه د خارجه وزیر د ټاکلو غوښتنه هم وکړه اؤ وئ ویل چې له دې پرته د افغانستان، هندوستان اؤ د کوم بل هیواد سره اړیکې پیاوړې نه شي پاتې کیدلی.
مخالفو ګوندونو دا هم وویل چې پاکستان که افغانستان سره خپلې پولې تړي نو له دې لارې د ترهګرو مخه نه شي نیولی اؤ د افغانستان امن د پاکستان د امن سره تړلی دی.
د عوامي نیشنل پارټۍ سره تعلق لرونکي د پارلمان غړي ښاغلي شاهي سید وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ویلي افغانستان چې دپاکستان یو ګاونډي اؤ ورور هیواد ؤ اوس یې پاکستان سره اړیکې خرابې شوي دي. ، هندوستان اؤ امریکا سره یې اړیکې خرابې دا اؤ ددې ټولو عمده علت دپاکستان ناکامه بهرنۍ تګلاره ده.
شاهي سید وویل پکار ده چې افغانستان ته د درناوي په سترګه وکتل شي اؤ په پاکستان کې هم د امن د تامین دپاره هڅې وشي.
په دغه موقعه اسمبلۍ کې مرکزي وزیر عبدالقادر بلوچ خپله وینا کې وویل افغانستان سره د پولو تړلو مقصد افغانستان کې د پټو ترهګرو په ضد ګامونو اخستو دپاره په افغان حکومت فشار اچول دي.
هغه تور ولګولو چې دافغانستان اؤ هندوستان استخباراتي ادارې شبکې پاکستان کې په ترهګرۍ د بوختې ترهګرې ډلې جماعت الاحرار پالنه کوي.
ښاغلي بلوچ وویل که چرې افغانستان پاکستان سره خپلې اړیکې د هندوستان د وینا په اساس پر وړاندې بوتلل غواړي نو پاکستان ورته تیار نه دی.
هغه زیاته کړه چې که چرته هندوستان خپل خبرې د افغانستان د لارې په پاکستان منل غواړي نو پاکستان به هیچرې دا ونه زغمي اؤ په پوره طاقت سره به یې ځواب ورکوي.
هغه دا هم وویل چې د خلکو د وژنې قیمت خو به افغانستان ته ادا کول وي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هم پخپله خاوره کې د کیدونکو ترهګریزو بریدونو تورونه د پاکستان په استخباراتي شبکه ایي ایس ایي لګوي اؤ وایي همدغه شبکې طالبان ساتلي اؤ افغانستان کې پرې د خلکو وینې بهیوي.
افغانستان د پاکستان له لوري د پولو تړل هم د نړیوالو تجارتي تړونونو څخه سرغړونه ګرځوي اؤ وایي پاکستان سیاست اؤ تجارت خپلو کې سره ګډ کړي دي.
څیړونکي هم وایي چې افغانستان سره په اړیکو تاؤژنولو کې پاکستان د نړۍ پام خو خپلو ناکامیو ته راګرځولی خو له دې پرته یې هیڅ ګټه اؤ امنیت نه دی ترلاسه کړی اؤ دامهال پاکستان په ټوله نړۍ کې یوازې ولاړ لیده شي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG