لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ : ترهګرو سره نښته کې د یو افسر په ګډون دوه پوځیان اؤ پینځه جنګیالي وژل شوي


د طالبانو د تحریک د مشر مولوي فضل الله مرستیال خالد حقاني هم د صوابۍ سیمې سره تعلق لري
د طالبانو د تحریک د مشر مولوي فضل الله مرستیال خالد حقاني هم د صوابۍ سیمې سره تعلق لري

د نهې په ورځ تندروه وسله والو دخیبر پښتونخوا په صوابۍ سیمه کې د پوځ سره نښته کې د یو پوځي افسر په ګډون دوه پوځیان وژلي دي.

پوځ دعوه کوي چې په دغه نښته کې یې پینځوؤ جنګیالو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

صوابۍ د خیبرپښتونخوا هاغه سیمه ده چې پکې په زرګونو دیني مدرسې فعالې دي اؤ د طالبانو د تحریک د مشر مولوي فضل الله مرستیال خالد حقاني هم د صوابۍ سره تعلق لري.

دپاکستان پوځ د نهې په ورځ مطبوعاتو ته په ورکړي خپل یو بیان کې ویلي په صوابۍ کې دغه نښته د ملک اباد په مقام شوې ده.

پوځ په خپل بیان کې د دوؤ پوځیانو اؤ پینځوؤ عسکرو د وژنې پخلی کړی دی اؤ وایي دغه عملیات د ردالفساد عملیاتو برخه ده.
د تیرې میاشتې راهسې په پاکستان کې وسله والو طالبانو په عام اولس اؤ امنیتي ځواکونو خپل بریدونه سیوا کړي اؤ دپاکستان پوځ وایي ددغو ترهګرو د چقولو دپاره یې په ټول هیواد کې د ترهګرو په ضد د ردالفساد په نوم عملیات پیل کړي.
خو ددغو عملیاتو باوجود دوه ورځې وړاندې هم افغانستان سره دپاکستان په لګیدلې قبائیلي سیمه مهمند ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ په یوه پوسته د ترهګرو لخوا شوي برید کې شپږ پوځیان وژل شوي وؤ.
د پاکستان دپوځ د صوابۍ په نښته کې د وژل شوؤ پوځیانو پیژندګلو د کیپټن جنید اؤ سپاهي امجد په نومونو سره کړې ده.

صوابۍ د خیبر پښتونخوا هاغه سیمه ده چې پولې یې د بونیر اؤ تورغر سره لګیدلي چې دغه غرئیږې سیمې بیا تر سوات اؤ باجوړ رسیږي چرته چې په تیرو وختونو کې طالبان زیات فعاله پاتې شوي دي.
د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر مولوي فضل الله خپلې دیني زده کړې د صوابۍ د یوې مدرسې څخه ترلاسه کړي دي اؤ د هغه مرستیال خالد حقاني پخپله هم د صوابۍ سیمې اوسیدونکی دی.
د صوابۍ یو پخواني ډپټي کمشنر ښاغلي کامران اپریدي څه موده وړاندې وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې منلې وه چې په صوابۍ کې داسې ګڼ شمیر مدرسې شته چې هغه د حکومت سره هیڅ رجسټرډ نه دي اؤ په دغو مدرسو کې غیرملکي طالبان هم زده کړي کوي.

پاکستان چې د ترهګرۍ په ضد جګړې دپاره دنیشنل ایکشن پلان په نوم د شلو نکتو کومه قامي تګلاره جوړه کړې ده په هغې کې دا خبره هم شامل ده چې د ټولو دیني مدرسو ریکارډ به ځان سره ساتي اؤ ددې ترڅنګ به ددغو مدرسو سره د بهر نه په کیدونکو مرستو اؤ د مدرسو دننه په ښودل کیدونکو سبقونو هم نظر ساتي.

خو په پاکستان کې د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه اؤ د مدني ټولنې فعالین په حکومت وخت په وخت نیوکې کوي چې تر اوسه یې د نیشنل ایکشن پلان په دغو نکاتو عمل نه دی کړی.
له دې وړاندې هم په صوابۍ کې وخت په وخت په امنیتي ځواکونو، د این جي اوز سره په کاروونکو میرمنو اؤ د استخباراتي ادارو په غړو ګڼ شمیر بریدونه شوي چې په پکې په شلګونو کسانو خپل ژوند لاسه ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG