لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: پوځي عملياتو کې د داعش ۲۵۰وسله وال وژل شوي


د امریکا پوځ ويلي د داعش پلويان چې د صوبې په جنوبي ضلعو کې فعاليت لري، منلې يې ده چې په ضد يې کامياب عمليات شوي دي.
د امریکا پوځ ويلي د داعش پلويان چې د صوبې په جنوبي ضلعو کې فعاليت لري، منلې يې ده چې په ضد يې کامياب عمليات شوي دي.

افغان چارواکو ويلي د امریکايي هوايي ځواکونو په ملاتړ يې د يوې میاشتې په موده کې د پاکستان پولې سره نزدې د هېواد په ختيځه صوبه کې پوځي عملياتو کې د داعش لږترلږه ۲۵۰ وسله وال وژل شوي دي.

يو سيمه ييز پوځي وياند وايس اف امریکا سره په خبرو کې ويلي د داعش په ضد دغه عمليات د ننګرهار صوبې په کوټ او دیهـ بالا ضلعو کې ترسره شوي، او څو کلي د داعش د جنګيالو څخه پاک کړی شوي دي.

د ننګرهار د ۲۰۱ سېلاب پوځي کور د بيان ترمخه د ترهګرو په ضد دغو عملياتو چې "شاهين ۲۰" نوم ورته ورکړی شوی پکې ۲۶ يرغمال شوي راخوشي کړی شوي او ۱۵ وسله وال نيول شوي دي.

د امریکا پوځ ويلي د داعش پلويان چې د صوبې په جنوبي ضلعو کې فعاليت لري، منلې يې ده چې په ضد يې کامياب عمليات شوي دي.

په افغانستان کې د نېټو د قاطع ماموريت وياند امريکائي بريګيډيئر جنرال چارلس کليولېنډ ويلي، دوه کاله وړاندې د داعش په ضد په دغو سیمو کې عمليات پېل شوي او د ننګرهار په نزدې ۱۱ ضلعو کې خواؤشا ۳۰۰۰ وسله والو فعاليت درلود.

د کليولېنډ ترمخه تېر کال په د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د داعش په لويه شمېره کې جنګیالي وژل شوي چې پکې د داعش د سر کسان هم شامل ؤ.

هغه ويلي "مونږ ګڼو چې د داعش ۷۰۰ غړي دي، او شايد د دغو عملياتو وروستو يې شمېره نوره راکمه شوي وي او دوي اوس د جنوبي ننګرهار د درېو ضلعو پورې محدود شوی دي".

په داسې حال کې چې د امريکا پوځ وايي د ترهګرې ډلې وسله وال دننګرهار او نزدې کونړ صوبې په ځينو برخو کې فعاليت لري، افغان چارواکو ويلي داعش د زابل په ګډون په نورو صوبو کې هم فعاليت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG