لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د ټيليفون ټېپ کولو د ټرمپ تورونه سم نه دي"


د اېف بي ائي او انصاف د محکمې لخوا تراوسه د رسنيو په راپورونو کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.
د اېف بي ائي او انصاف د محکمې لخوا تراوسه د رسنيو په راپورونو کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

د امريکايي رسنيو ترمخه د مرکزي تحقيقاتي ادارې "اېف بي ائي" ډائريکټر جېمز کومي د محکمه انصاف نه غوښتي، چې د صدر ډونلډ ټرمپ هغه تورونه رد کړي چې پخواني صدر باراک اوباما په نيويارک کې د ټرمپ ټاورټيليفونونه ټېپ کړي دي.

دي نيويارک ټائمز او اېن بي سي خبر ورکړی چې کومي په دې يقين ساتي چې د ټرمپ ادعاوې غلطې دي، او دا تورونه دې پله اشاره کوي اېف بي ائي په دې غېرقانونه کار کې لاس درلود.

د اېف بي ائي او انصاف د محکمې لخوا تراوسه د رسنيو په راپورونو کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

د صدر ټرمپ يودوست د نيوز مېکس ميډيا ويب پاڼې چلوونکي کرسټوفر روډي د اتوار په ورځ ویلي صدر ورته ويلي دي "د دې معاملې به پلټنې کوي، چې دا هر څه مخې ته راشي او زه به دا رښتيا ثابتوم".

روډي ويلي ټرمپ يې په اوږده موده کې دومره په قهر نه دی ليدلی.

صدر د خالي په ورځ په اوباما تور لګولی چې هغه د تېر نومبر په مياشت کې د صدارتي انتخاباتو نه يوه مياشت وړاندې د ټيليفون څارنه کړې کوم چې د نوموړي په وينا د اوباما انتظامیې لخوا په انتخاباتو کې د روس د مبينه مداخلت د پلټنو برخه وه.

ولې د دغه ادعا په حق کې د صدر لخوا کوم ثبوت نه دی ورکړی شوی.

د امریکايي قانون ترمخه صدر د چا د ټیليفون ټېپ کولو امرنشي کولی، د دې دپاره هغه ته د مرکزي جج نه اجازت اخستل وي او د چا د ټيليفون ټېپ کولو دپاره معقول علت ښايي.

د اوباما په دور کې د ملي استخباراتي ادارې مشر جېمزکليپر د صدرټرمپ تورنه بې اثاثه ګرځولي او رد کړي يې وو.

هغه د اېن بي سي نيوز په ميټ دې پرېس پروګرام کې ويلي "چې د نوي منتخب صدر يا د هغه وخت د صدارتي کانديد په توګه د مهم په وخت د هغه خلاف د ټيليفون د څارنې دپاره هيڅ نه دي شوي".

ډيموکريټس هم د صدر ټرمپ دغو تورونه د ټوقو بللي او رد کړي یې دي.

د ډيموکريټ مشر چک شومر په "مېټ دې پريس" کې ويلي "چې صدر په مشکله کې دی، او که هغه دغه رنګ غلط معلومات خپروي چې رښتيا نه وي نو دا د صدارت د عزت په ضد ده، د دې نه معلوميږی چې صدر ته دا معلومه نه ده چې هغه ته څنګه کار کول دي".

د استخباراتي کمېټۍ مشر ډیموکريټ سېنېټر مارک وارنر د سي بي اېس پروګرام "فېس دې نېشن" کې ويلي هغه د ټرمپ په تورونو حېرانه دی.

"بې د ثبوته دغه شان ادعا کول، زما په خيال غټه لاپرواهي ده".

د ځيني ريپبلکنز لخوا په سمدستي ډول د ټرمپ په بيان کومه نيوکه نه ده شوې ولې د شک شبې څرګندونه يې پرې ضرور کړې ده.

سېنېټر مارکو روبيو اېن بي سي ته ويلي چې ټرمپ " ته به د دې خبرې ځواب ورکول وي چې په حقيقت کې هغه څه ويل غواړي چې هغه د ټيليفون د څارنې کولو ادعا کوي".

د استخباراتي کمېټۍ غړي ريپبلکن سېنېټر ټام کوټن فوکس نيوز ته ویلي چې د ټيليفون د څارنې تورونه به په انتخاباتو کې د مبينه روسي لاسوهنې د پلټنو دپاره د سېنېټ د پلټنو برخه وي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG