لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ افغانستان سره د تړلو پولو د پرانستو غوښتنه کړې ده


دبلوچستان اسمبلۍ غونډه دسپيکرې راحيلې درانۍ په مشرۍ وشوه
دبلوچستان اسمبلۍ غونډه دسپيکرې راحيلې درانۍ په مشرۍ وشوه

دپاکستان دبلوچستان صوبې اسمبلۍ دپاکستان او افغانستان ترمينځ دتړلو پولو دپرانستو غوښتنه کړې او دې لړ کې يې يو قرارداد منظور کړى دى.

دبلوچستان اسمبلۍ پنجاب اؤ سندهـ ايالتونو کې دپښتنو دزورولو او دنيول شوو پښتنو په سمدستي توګه دخوشې کولو غوښتنه هم کړې ده.

دبلوچستان اسمبلۍ غونډه دسپيکرې راحيلې درانۍ په مشرۍ وشوه

غونډه کې دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دبلوچستان اسمبلۍ غړي نصرالله زيري دپاکستان او افغانستان دګډې پولې دتړلو پر ضد پريکړه ليک وړاندې کړى او دمرکزي حکومت څخه يې غوښتنه کړې ده چې پولې دې دتجارت او خلکو دتګ راتګ لپاره په سمدستي ډول خلاصې کړل شي.

هغه وويل دا ايوان غوښتنه کوي چې دتورخم او چمن پولې دې په سمدستي توګه پرانستل شي

داسمبلۍ غړو وويل چې دپولو دتړلو له امله دواړو غاړو ته ميشت خلک ديو شمير ستونزو سره مخ او په ځانګړې توګه هاغه ناروغان چې دعلاج لپاره دغلته ورځي هغوي په سختو کړاؤنو اخته دي.

قرارداد اسمبلۍ ته دمنظورۍ لپاره وړاندې کړى شو کوم چې داسمبلۍ غړو په يوه خله منظور کړو.

سپيکرې وويل چې متفقه قرارداد ته دايوان اکثريت ترلاسه دى نو ځکه قرارداد منظورولى شي

دبلوچستان اسمبلۍ غونډه کې پنجاب او سندهـ کې دپښتنو دزورولو په اړه په تحريک التوا هم خبرې اترې وشوې

نصرالله زيري قرارداد وړاندې کړو،اسمبلۍ دغه تخريک التوا دپريکړه ليک په بڼه باندې منظور کړو

دا ايوان مطالبه کوي چې دپنجاب اؤ سندهـ حکومتونو او نظامي چارواکو دپښتنو او بلوڅانو په ضد دنيولو او زورولو کومه لړۍ پيل کړې دا دې اودرول شي او نيول شوي کسان دې په سملاسي ډول راخوشې کړي

په دغه تحريک التوا دخبرو اترو په مهال داسمبلۍ غړو غوښتنه وکړه چې مرکزي حکومت دې پنجاب او سندهـ کې دپښتنو دزورولو دلړۍ نوټس واخلي

دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ عبدالرحيم زيارتوال وويل چې پوليسو يو شمير پښتانه نيولي دي ،مونږ ددې په سختو ټکو کې غندنه کوؤ، چې دپنجاب له لوري دا دبشر پر ضد يو ناوړه پيل دى

دوي له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دپنجاب او سندهـ حکومتونو ته دې امر وکړي چې نيول شوي کسان زر تر زره راخوشې کړي.

دمسلم ليګ(ق) داسمبلۍ غړې ډاکټر روکياشمي دپنجاب پر پوليسو کلکې نيوکې وکړې او وې ويل چې دترهه ګرۍ په ضد عملياتو کې دوي پښتانه زوروي او څوک چې په دغه رقم نسلي عملياتو کې ککړ وي حکومت دې دهغوي په ضد عملي ګام واخلي.

دجمعيت علماء اسلام(فضل الرحمان) داسمبلۍ غړي سردار عبدالرحمان کيتهران وويل دوي دمرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې له څه توپيره پرته ټولو پاکستانيانو ته تحفظ ورکړى شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG