لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : بريد کې اته کسان وژل شوي،٢٠ ژوبل

 دوالي وياند محمد نصير مهري دخالي په ورځ ويلي دغه پېښه په بالابلوک ولسوالۍ کې دسړک دغاړې دبمي چاؤدنې له امله رامينځته شوې، خو دوژل شوو کسانو دکورنۍ غړي دعوه کوي چې هغوي په يو هوايي بريد کې په نخښه کړى شويدي.

دافغان چارواکو وينا ده دافغانستان په لويديز فراه ولايت کې دجمعې په شپه يو بريد کې اته افغان ولسي وګړي وژل شويدي، خو په دې اړه متضاد اطلاعات دي چې ددغو وژنو علت څه ؤ.

دوالي وياند محمد نصير مهري دخالي په ورځ ويلي دغه پېښه په بالابلوک ولسوالۍ کې دسړک دغاړې دبمي چاؤدنې له امله رامينځته شوې، خو دوژل شوو کسانو دکورنۍ غړي دعوه کوي چې هغوي په يو هوايي بريد کې په نخښه کړى شويدي.

ددفاع دوزارت يو وياند جنرال دولت وزيري ايسوسي ايټډ پريس ته ويلي دي چې دپېښې پلټنې روانې دي.

وزيري ويلي مونږ دهاغو تورونو څخه خبر يو چې سيمه ييزو خلکو لګولي، اوس مهال دفراه دپېښې پلټنې روانې دي

دفراه دروغتون ډايريکټر ډاکټر عبدالحکيم رسولي ويلي دي چې پېښه کې ٢٢ کسان ژوبل شوي هم دي، هغه دا هم ويلي چې پېښه کې درې سخت ژوبل شوي کسان دنور علاج لپاره په نزدې ولايت فراه کې يو بل روغتون ته وړل شويدي.

دفراه په بالابلوک ولسوالۍ کې په دې وروستيو کې دافغان امنيتي ځواکونو او وسله والو تندلارو ترمينځ ګڼې نښتې رامينځته شوي،دسيمې يوې وسيدونکي دڅلورو بچو مور، ديرش کلنې سلمي ويلي دي دهغې دوه بچي وژل شوي او دريم ژوبل شويدى،ايسوسي ايټډ پريس سره تيليفوني خبرو کې سلمي وويل دهغې په کورنۍ هوايي بريد شويدى.

هغې ويلي زه په داسې حال کې نور ژوندۍ اوسيدل نه غواړم چې خپل بچي نه لرم

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG