لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د امریکا په مالي مرسته شمالي وزيرستان کې ډېم جوړوي


د امريکايي سفير په وينا "کرم تنګي ډېم به په سيمه کې اقتصادي پرمختګ راولي او د روزګار موقعې به برابرې کړي او دې سره به د سیمې نه غربت راکم شي".
د امريکايي سفير په وينا "کرم تنګي ډېم به په سيمه کې اقتصادي پرمختګ راولي او د روزګار موقعې به برابرې کړي او دې سره به د سیمې نه غربت راکم شي".

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ويلي په شمالي وزيرستان کې د کرم تنګي ډېم د جوړولو دپاره امریکا د ۸۱ ملينه ډالرو مرسته کړې او د ډېم وړومبی پړاؤ به په درې کاله موده کې سرته ورسي.

دقبايلي سیمې شمالي وزيرستان په سپين وام علاقه کې د کرم تنګي ډېم د پروژې د پرانستې دستورې ته په وينا کې وزیراعظم نوازشريف وويل، "د پروژې د وړومبۍ مرحلې دپاره د امریکې حکومت ۸۱ ملينه ډالره د يو اېس اېډ د لارې ورکړي دي او پاتې ۱۶ اربه روپۍ به د پاکستان حکومت ورکوي او په دې منصوبه ۲۳ اربه روپۍ لګښت راځي".

د کرم تنګي ډېم به د شمالي وزيرستان په شوه تحصيل کې جوړيږي.

اسلام اباد کې د امريکا د سفارتخانې لخوا په جاري شوي بيان کې سفير ډېوېډهېل ويلي، د امریکا اولس د پاکستان د حکومت مرستې کوي چې په هېواد کې اولس ته پوره بجلي ورکړي.

نوموړي ويلي د بار وړ اوبه او د توانائۍ سرچینې د پائيداره صنعتي او اقتصادي پرمختګ دپاره ضروري دي، او دا پروژه دغه لور ته يو بل ګام دی.

د امريکايي سفير په وينا "کرم تنګي ډېم به په سيمه کې اقتصادي پرمختګ راولي او د روزګار موقعې به برابرې کړي او دې سره به د سیمې نه غربت راکم شي".

د کرم تنګي ډېم د وړومبي پړاؤ پوره کېدو سره به نزدې ۱۶زره اېکړه ځمکو ته اوبه مېلاؤ شي، او د ډېم په بشپړ کېدو به دا ۸۳.۴ مېګاواټه بجلي پېدا کوي او دشمالي وزيرستان او بنو د درې لاکه اېکړو نه زياتو سيمو ته به اوبه ورکوي.

د کرم تنګي ډېم د وړومبۍ مرحلې پوره کېدو سره به د شمالي وزيرستان سپين وام، بنو، اېف ار بنو او لکي مروت ځمکې سېراب شي.

دستورې ته په وينا کې وزيراعظم نوازشريف وويل،"د فاټا په قامي چوکاټ کې راوستو به زر لاس شي او د هغې دپاره به په مختلفو سفارشاتو عمل شورو کړی شي د اېف سي ار خاتمه کولی شي او فاټا د پاکستان په ائيني چوکاټ کې راوستو دپاره به قانون جوړ کړی شي".

نوموړي وويل "د فاټا د معاشي پرمختګ دپاره به کوټلي اصلاحات وکړی شي او اېن اېف سي اېوارډ کې به د فاټا برخه مخصوصه کړی شي او د سيمې نه کډوال به روان کال په خپلو کورونو کې اباد کړی شي".

د وزيراعظم په وينا د فاټا پرمختګ د دوي په ترجيحاتو کې شامل ده او د دې د اصلاحاتو دپاره يې يو پروګرام پېل کړی ټولې سياسي ډلې او پارليمان يې په اعتماد کې اخستی او د فاټا په سياسي نظام کې بدلون راوستل کیږي.

هغه وويل دلته به جمهوري اقدارو ته وده ورکولی شي چې د ملک د نورو برخو په رنګ د سيمې اولس د فېصله سازۍ په عمل کې شريک کړی شي، هغه زياته کړه دلته به يونيورسټۍ او تعليمي ادارې جوړيږي چې ځوانانو ته تعليم مېلاؤ شي سړکونه به جوړولی شي چې د سيمې معيشيت ورسره ښه شي.

د شمالي وزیرستان په شوه تحصیل کې د کرم تنګي ډېم جوړېدو په ضد د سيمې خلکو نن د پېښور پريس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کې او ويلي يې دي دوي د پرمختګ پرضد نه دي خو په شوه تحصيل کې نزدې يو لاک ابادي ده کومه چې ټوله د ډېم نه اغېزمنه کيږي.

دوي ويلي حکومت ډېم جوړوي خو د دغو خلکو دپاره د هيڅ ډول بندوبست خبره نشته، چې دوي ته به بدل ځای ورکړي يا به دوي سره څه کولی شي، د سیمې خلکو غوښتي بايد حکومت وړومبی د دغو خلکو دپاره څه پلان جوړ کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG