لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا د اصلاحاتو منظوري،‌خو ځېنې اندیښنې!


دغو سفارشاتو کې ویل شوي قبائیلي سیمې به د کال 2018 م څخه وړاندې خیبر پښتونخوا کې شاملولی شي
دغو سفارشاتو کې ویل شوي قبائیلي سیمې به د کال 2018 م څخه وړاندې خیبر پښتونخوا کې شاملولی شي

د زیارت په ورځ د پاکستان مرکزي کابینې د پینځوؤ کالو دننه د قبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو اؤ د فاټا متعلق د نورو پرمختیایي، ائیني اؤ قانوني اصلاحاتو منظوري ورکړې ده.

د قبائیلي سیمو د سیاسي ګوندونو اتحاد وایي د پنجاب واکمنانو ددغو سفارشاتو په منظورولو قبائیلي پښتنو له یوازې سترګې تورې کړي دي ګنې دوئ نیغ په نیغه هم د قبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو اعلان کولی شو.

د قبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا کې د شاملولو، دغلته د عدالتي نظام د ورغځولو، د ایف سي ار په ځایې د رواج ایکټ د نافذولو اؤ ګڼو نورو اصلاحاتي وړاندیزونو منظوري د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د مرکزي کابینې غونډې ورکړې ده.

د کابینې د غونډې نه وروستو د اصلاحاتو د کمیتۍ غړي اؤ د وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزیز یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي د پارلمان څخه فاټا کې د اصلاحاتو ددغه قانوني مسودې منظوریدو روستو به دپینځوؤ کالو موده کې د ټولو اړونده اړخونو په صلاح مشوره ددې د عملي نفاذ دپاره په ائین کې ضروري بدلونونه کولی شي.

هغه وایي ددغو بدلونونو دلارې به قبائیلي سیمې خیبر پښتونخوا کې ورګډولی اؤ د فاټا خلک ددې جوګه کولی شي چې د کال 2018 م په ټولټاکنو کې صوبایي اسمبلۍ ته خپل منتخب استازي ولیږي.

په دغو سفارشاتو کې ویل شوي قبائیلي سیمې به د کال 2018 م څخه وړاندې خیبر پښتونخوا کې شاملولی، د فاټا دپاره به شل زره خاصه دار عسکر بهرتي کولی اؤ د پيښور ایالتي محکمه به تر قبائیلي سیمو ورغځولی شي.

خو د قبائیلي سیمو د سیاسي اتحاد مرستیال صدر ښاغلي نثار مهمند وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې ته ویلي قبائیل د کابینې څخه ددغو سفارشاتو په منظوریدو خوشحاله نه دي اؤ دا ګڼي چې حکمرانان یوازې محمود خان اچکزي اؤ مولانا فضل الرحمان ته سلامي شوي اؤ د نورو ټول پښتنو اؤ قبائیلو په خواهش پسې یې خندا کړې ده.

هغه وویل پکار ده چې حکومت نیغ په نیغه د قبائیلي سیمو په خیبرپښتونخوا کې د ورګډولو اعلان کړی وی. "دوئ چې ددغو اصلاحاتو عملي کولو دپاره د پینځوؤ کالو خبره کړې ده نو ایا پینځه کاله به دا موجوده حکومت پځایې پاتې وي؟"

هغه وویل د هائیکورټ قبائیلي سیمو ته د ورغځولو په پریکړه قبائیل مطمئین دي.
د باجوړ سره تعلق لرونکی د قومي اسمبلۍ یو پخوانی غړی ښاغلی اخونزاده چټان خو بیا په دې نظر دی چې حکومت قبائیلو له یوازې سترګې تورې کړي اؤ د مشغولتیا دپاره یې په لاس کې شڼ شڼی ورکړی دی.

ډیوه ویب پاڼې ته ښاغلي چټان وویل که حکومت مخلص وی چې فاټا خیبر پښتونخوا کې شامل اؤ ایف سي ار له مینځه یوسي نو ددې اسانه لاره دا وه چې دپاکستان صدر به د قبائیلو یوه جرګه راغوښتې وه اؤ د یو ارډیننس دلارې به یې دغه اعلان کړی ؤ.

"پنجاب ویریږي چې که فاټا د صوبې برخه ګرځي نو د این ایف سي ایوارډ دپاره به ورته رقم ورکول وي اؤ دغه رقم به د لویې صوبې پنجاب د برخې نه پریکیږي ځکه نو قبائیلو سره هسې لوبې ټوقې کوي"

هغه وایي که د اسلام اباد اؤ پینډۍ ترمینځ د ریل چلولو دپاره د پنجاب حکمرانان شپږ سوه اربه روپۍ ورکولی شي یا د میټرو بس دپاره 45 اربه روپۍ ورکولی شي نو فاټا ته ولې د پیسو بندوبست نه شي کولی؟

خو د قبائیلي سیمې سره تعلق لرونکی یو بل قانوندان ښاغلی اعجاز مهمند بیا د کابینې څخه د فاټا د اصلاحاتو په منظورۍ خوشحاله دی اؤ وایي په 70 کالو کې پارلمان د قبائیلو دپاره په اول ځل یوه ګټوره پریکړه کړې ده،

ډیوه ویب پاڼې ته ښاغلي اعجاز مومند ویلي فاټا نه که ایف سي ار ختمیږي اؤ که دغه قبائیلي سیمې صوبه کې شاملیږي نو دا د قبائیلو د زړه اواز ؤ اؤ هغوئ پرې د زړه نه خوشحاله دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG