لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په کندوز کې د خپل نومول شوي ګورنر د وژنې پخلی کړی


د طالبانو لخوا نن د ګل په ورځ رسنيو ته په لېږل شوي بیان کې د ملاعبدالسلام اخند د وژل کېدو پخلی شوی.
د طالبانو لخوا نن د ګل په ورځ رسنيو ته په لېږل شوي بیان کې د ملاعبدالسلام اخند د وژل کېدو پخلی شوی.

طالبانو پخلی کړی چې د اتوار په ورځ د امريکايي ځواکونو په برید کې د دغه ډلې په کندوز کې ګورنر ملاعبدالسلام اخند وژل شوی دی.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه د امریکايي ځواکونو وياند ویلي چې د اتوار په ورځ د افغانتسان په شمال کې پروت ښار کندوز کې امريکايي جنګي الوتکو بريد کړی ولې په برید کې د وژونو پخلی يې نه ؤ کړی.

د طالبانو لخوا نن د ګل په ورځ رسنيو ته په لېږل شوي بیان کې د ملاعبدالسلام اخند د وژل کېدو پخلی شوی او ويل شوي چې هغه د اتوار په ورځ د امریکايي ځواک په هوايي برید کې د کندوز په دشت ارچي ضلع کې وژل شوی دی.

طالبانو په خپل بيان کې ملاعبدالسلام اخند ته د کندوز د فاتح نوم ورکړی دی.

افغان صدر محمد اشرف غني نن د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې د ملا عبدالسلام اخند د وژل کېدو خبر ورکړو او ویې ویل چې نور د کندز او د افغانستان نور شمالي ولایتونو خلک د هغه د ګواښونو څخه وژغورل شو.

رويټرز په شمالي افغانستان کې د پوليس يو لوړ رتبه افسر شېرعزيزکاموال د خلې ويلي، فضايي بريد کې د اخند سره اته نور طالبان هم وژل شوي دي.

د کندوز ګورنر اسدالله عمرخیل په بې پايلټه ‌ډرون بريد کې د ملاعبدالسلام اخند سره د طالبانو قوماندان ډاکټر حسین او قاري محمد امین د وژل کېدو خبر د اتوار په ورځ ورکړی او ويلي يې ؤ دغه بريد د ماسپښين نه وروستو ترسره شوی ؤ.

له دې وړاندې درې ځله د ملاعبدالسلام اخند د وژل کېدو خبرونه مخې ته راغلي ؤ.

افغان طالبانو په کال ۲۰۱۵م کې کندوز د څو ورځو دپاره نیولی او دهغې وروستو هم دوه ځله ښار ته ننوتي ولې په شا تمبول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG