لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د تشدد پېښو کې په درځنونو کسان وژل شوي


په افغانستان کې په امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو د سړک غاړې ښخ بمونه او ځانمرګي بريدونه زياتره وسله وال طالبان کوي.
په افغانستان کې په امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو د سړک غاړې ښخ بمونه او ځانمرګي بريدونه زياتره وسله وال طالبان کوي.

د افغان چارواکو په وينا د هېواد په وينا جنوبي جوزجان صوبه کې د داعش وسله والو په بريد کې لس پوليس او د يو پوليس کمانډر ښځه وژل شوي دي.

د جوزجان د والي وياند محمدرضا غفوري ویلي پوليس مشر باندې دجمعې په ورځ د جومات نه راوتلو په وخت برید وشو او چې مېرمن يې په خاوند د بريد موقعې ته ورسېده هغه هم وويشتل شوه.

داعش سره اړونده وسله وال د افغانستان په ختيځ کې فعاله ؤ ولې اوس یې د هېواد په جنوب کې عمليات پېل کړي دي.

د افغانستان داخله وزارت ويلي په تېرو دوه ورځو کې يې امنيتي ځواکونو د هېواد په ختيځ او جنوبي سیمو کې عملیات کړي او د داعش د ۲۳ وسله والو په ګډون يې پکې ۳۸ جنګيالي وژلي دي.

ننګرهار او هلمند کې اته وسله وال ژوبل شوي او شپږ نور نيول شوي دي.

يو بله پېښه د هېواد ختيځې صوبې لغمان په مرکز مهترلام کې رامنځته شوې او په يو سکول د مارټرګولې غورځېدو په پايله کې دوه محصلين مړه او پينځه نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي افغان ځواکونو مارټر ګوله ويشتې او په غلطۍ کې په سکول لګېدلې ده خو چارواکو د دې پخلی نه دی کړی.

د فاریاب صوبې د پوليس وياند کريم يورش ويلي بازار کې د ريموټ کنټرول د لارې شوې چاؤدنه کې يو پولیس افسر وژل شوی دی.

نوموړي ويلي پېښه کې د پوليسو په شمول ۱۵ بې ګناه ملکي وګړي ژوپل شوي او بم ته د خلکو د ګڼې ګوڼې په بازار کې چاؤدنه ورکړی شوې ده.

په سمدستي ډول دپېښې زمه واري چا نه ده قبوله کړې، خو په افغانستان کې په امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو د سړک غاړې ښخ بمونه او ځانمرګي بريدونه زياتره وسله وال طالبان کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG