لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د پولې تړلو سره سوداګرۍ ته څومره زيان رسي؟


د پاکستان لخوا د پولې د بندېز چې نن نهمه ورځ ده، دا وخت د پولې دواړو غاړو ته د زرګونو په شمېره کې د سامانونو ډک ګاډي په قطارونو کې ولاړ دي.
د پاکستان لخوا د پولې د بندېز چې نن نهمه ورځ ده، دا وخت د پولې دواړو غاړو ته د زرګونو په شمېره کې د سامانونو ډک ګاډي په قطارونو کې ولاړ دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د شريک اېوان صنعت و تجارت مشر زبېر موتي والا وايي د افغانستان د پولې تړلو او تازه حالاتو له امله د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ ته تر ۴۰ فيصدو پورې زیان رسېدلی دی.

د پاکستان لخوا د روانې مياشتې په ۱۷م نېټه د افغانستان سره د تورخم او چمن د پولو ترڅنګ ټولې لارې تړل شوې وې.

زبېر موتي والا وایس اف امريکا ډيوه ريډیو سره په خبرو کې وويل "د پاکستان او افغانستان ترمينځ د دوه نيم اربه ډالرو تجارت کېدو کوم چې اوس يو نيم اربه ډالرو ته راښکته شو او د تازه حالاتو رامنځته کېدو سره دوه اړخيزه تجارت د ۳۰ نه تر ۴۰ فيصده پورې اغېزمن شو".

بل لور ته په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال په فیس بک په خپل بیان کې هیله څرګند کړې چې پاکستاني چارواکي به نن ناروغانو، ښځو، سپین ږیرو او هغه کسانو ته د تګ اجازه ورکړي څوک چې د تیرو څو ورځو راهسې د پولې دې غاړه ګیر دي.

په دغه بیان کې افغان سفیر په افغانانو غږ کړی بغیر د سفري دستاویزاتو دې پاکستان ته غیر ضروري سفر کولو نه ډده اوکړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم او چمن په پوله په يوه ورځ کې د زرګونو په شمېره خلک تګ راتګ کوي.

د پاکستان لخوا د پولې د بندېز چې نن نهمه ورځ ده، دا وخت د پولې دواړو غاړو ته د زرګونو په شمېره کې د سامانونو ډک ګاډي په قطارونو کې ولاړ دي. د پاکستان لخوا افغانستان ته وړه، سبزي،مېوې، غوړي، غوښه، کبان او نورو خوراکي توکو سره سيمنټ او لوښي لرګي هم لېږل کیږي.

دغه ډول د افغانستان نه وچه مېوه،زیره، ماش،کباړي اوسپنه او يو قسم قيمتي ګټه هم راځي.

افغان چارواکي وايي د پاکستان لخوا د پولې او ټرانزټ بندول په وچه د پروتو هېوادونو سره د ملګرو دملتونو د سيوري لاندې د تړون سرغړونه ده.

زبېر موتي والا وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې بندېدو نه د دواړو ملکونو سوداګرو ته بې اندازې تاوان واوړېدو.

د پاکستان له لوري د تازه پولې بندېدو په اړه نوموړي وویل "که چرته د امنيت ستونزه وي نو په پوله دې انتظامات وشي خو تجارت دې ورسره روان وساتل شي، په پوله دې د څارنې نظام ښه کړی شي او د مال وړونکو ګاډو د څارنې کار دې هم امنيتي ادارې په خپل لاس کې واخلي".

نوموړي زياته کړه مونږ ته په دواړو ملکونو کې انسانان يو شان دي د ټولو ژوند دې محفوظ وي د امنيت دپاره دې هر ډول ګامونه واخستل شي خو تجارت دې بند نه کړی شي.

زبېرموتي والا وويل، دوي د افغانستان د سوداګرو سره په ګډه تېر کال د تورخم د پولې بندېدو له امله اغېزمنو حالاتو نه د بیرته وتلو هڅې کولې او د راتلونکې مارچ په میاشت کې دوي په اسلام اباد کې د دواړو ملکونو د سوداګرو شريکه مېله جوړوله چې د پاسه پرې دغه حالات راغلل او پولې وتړل شوې.

هغه وويل سوداګر د دواړو هېوادونو د واکمنو نه غوښتنه کوي او خپل غږ يې واکمنو ته رسولی هم دی چې سوداګري بايد د سياستونو ښکار نشي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مال وړونکو ګاډو چې په رسمي ډول کومه اتحاديه نشته خو د متحده ټرانسپورټ اتحاد په نوم يو تنظيم ویاند اسرار شينواري وايي چې پوله خلاصه وي نو د ورځې د زرو نه زيات ګاډي یواځې په تورخم اوړي ،

"روزانه زر، دولس سوه ګاډي په تورخم باندې ځي او پينځه شپږ سوه په چمن باندې ځي نو دا که د ورځې د دې خلکو تخمينه او لاګت ولګوې نو د ورځې په سر دوه کروړه روپۍ تاوان ګاډو والو ته اوړي".

هغه وويل د دغو ګاډو سره نزدې دوه لاکه کورنۍ اړونده دي د خلکو روزګار ورسره تړلی دی.

نوموړي کره شمېره ونه ښودله خو وي ويل چې د پولې دواړو غاړو ته د زرګونو په شمېره کې د سامانونو ډک ګاډي ولاړ دي خلک د ستونزو سره مخ دي او د لارې خلاصېدو انتظار کوي.

د تورخم او چمن په لارو د مال وړونکو ګاډو نه علاوه د ورځې په سر د زرګونوپه شمېره کې خلک دواړو غاړو ته تګ راتګ کوي.

د روانې مياشتې په ۱۶م نېټه د پاکستان سندهـ صوبې په سېهون سيمه کې د لعل شهباز قلندر په مزار د بريدپه سبا له د افغانستان سره د تګ راتګ دپاره د تورخم او چمن ترڅنګ ټولې لارې د نامعلومه وخته پورې تړلې شوي دي.

تېرکال د جون په میاشت کې هم د تورخم په پوله د پاکستان د لوري د دروازې لګولو په مهال د دواړو خواؤ د ځواکونو ترمنځ نښته شوې او بيا د تورخم پوله څو ورځې تړل شوې وه .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG