لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ردالفساد کې د ټي ټي پي او جماعت الاحرارپه ضد عملیات شوي


د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ ۲۲م فرورۍ د ردالفساد په نوم په ټول ملک کې د ترهګرۍ په ضد عملیاتو پېل کولو اعلان کړی دی.
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ ۲۲م فرورۍ د ردالفساد په نوم په ټول ملک کې د ترهګرۍ په ضد عملیاتو پېل کولو اعلان کړی دی.

د پاکستان امنيتي ادارو په ردالفساد نومې عملیاتو کې په بلوچستان، خېبر ايجنسۍ او راولپنډۍ کې عمليات کړي او د ۱۳ افغانانو په ګډون پکې ۴۰ مشکوک کسان نيول شوي او په غټه کچه وسله ترلاسه شوې ده.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ ۲۲م فرورۍ د ردالفساد په نوم په ټول ملک کې د ترهګرۍ په ضد عملیاتو پېل کولو اعلان کړی دی.

د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ترمخه د زیارت په ورځ د بلوچستان صوبې لورالايې کې د ملېشې ځواکونو او استخباراتي ادارو په ګډه ترسره کړو عملياتو کې ۲۳چاؤدېدونکي بمونه ترلاسه کړي دي.

د پوځي بيان ترمخه بمونه سيمې ته د ټي ټي پي لخوا منتقل شوي او هدف يې د لورالايي پوهنتون د محصلينو بسونه ؤ، ائي اېس پي ار ويلي په وخت عملیات وشو او د ترهګرۍ غټ پلان شنډ کړی شوی دی.

راپورونه وايي د قبايلي سیمې خېبرايجنسۍ په بګان او تهل علاقه کې هم په عملیاتو کې په غټه کچه وسله ترلاسه کړې ده.

او نيم پوځې دستې رېنجرو د زیارت په ورځ د پنجاب صوبې په پېنډۍ ښار کې په خپلو وړومبو عملياتو کې د ۴۰ مشکوک کسانو د نيولو دعوه کړې ده.

دغه عمليات په ډهوک هسو، ډهوک مټکيال، ډهوک رټا امرل او ګلي لوهارا کې ترسره شوي دي.

د ردالفساد لاندې په پنجاب صوبه کې رېنجرز ځواک هم په ځای شوی او دا د رېنجرو وړومبي عمليات ؤ.

پېنډۍ کې چې په کومو علاقو کې عمليات شوي په دغو ځایونو کې زياته ابادي د پښتنو، هزاره والو او کشميريانو ده. راپورونه وايي قانون نافذونکو ادارو د ۱۳ افغانانو په ګډون ۴۰ مشکوک کسان نيولي دي، عملياتو کې شپږ کلاشنکوفونه، اووه تماچې او کارتوس ترلاسه کړی شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG