لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې د پولیسو لخوا د پښتنو زورونې د سياسي ګوندونو غبرګون راولاړ کړی


سياسي ګوندونه وايي د پنجاب حکومت او پولیس لخوا د پښتنو زورونې په سختو ټکو کې غندي.
سياسي ګوندونه وايي د پنجاب حکومت او پولیس لخوا د پښتنو زورونې په سختو ټکو کې غندي.

"دا حکومت چې کوم طرف ته روان دی او په خصوصي توګه د پنجاب حکومت داسې يو تاثر خوريږي د پښتنو خلاف چې پښتانه ټول ترهګر دي نو دا دې نه کوي ځکه چې د دې نه به حالات خرابيږي او د دغو حالاتو خرابېدو زمه وار به د پنجاب حکومت وي".

دغه خبرې د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل پارټۍ وياند زاهدخان وايس اف امريکا ډیوه ريډيو سره د پنجاب حکومت او پوليس لخوا په صوبه کې د پښتنو او افغانانو د نيولو په اړوند د ورکړی شوي بيان په غبرګون کې کړي دي.

زاهد خان وويل په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ او سینيټ کې يې د پنجاب حکومت د دغه امر په ضد تحريکونه جمع کړي دي اونوموړي زياته کړه،

"په پاکستان کې ترهګري د پښتنو د لاسه نه ده په پاکستان کې ترهګري د هغو آمرانو د لاسه راغلې ده چې افغان جهاد له يې لاس ورکړه او د هغې نه پس دا حالات دې حد ته ورسېده".

په پارليمان کې د مخالفه ډلې پاکستان پیپلزپارټۍ سينيټر فرحت الله بابر وايي دغه بيان د بشري حقونو سرغړونه ده،

"مونږ په سينيټ کې نوټس جمع کړی چې د پنجاب حکومت د دغه حکم وضاحت دې وشي چې داسې ولي کيږي، دا غلط حکم دی د تعصب په بنياد د یوې صوبې د خلکو خلاف دی".

نوموړی وايي دوي به ددغه حکم په ضد احتجاج کوي او که داسې کیږي "نو دا د پاکستان د فېډرېشن دپاره ښه نه دی، مونږ د تفصيلاتو د غوښتنې سره د دغه امر په سمدستي ډول د واپس اخستو مطالبه کړې ده".

د ټولنيزو اړیکو په ويب پاڼو هم د پنجاب حکومت او پوليس لخوا په شوي اعلان سختې نيوکې شوي دي.

د قومي وطن پارټۍ سکندر شېرپاؤ وايي مونږ د پنجاب حکومت د دغه عمل غندنه کوو،

"ځکه چې د دې نه به تعصب خور شي او پښتنو کې به غصه نوره زياته شي او هر څه په مونږ (پښتنو) باندې راتپل کيږي باوجو د د دې چې تر ټولو زيات پښتانه د ترهګرۍ ښکار شوي دي".

سکندر شېرپاؤ وايي که د پنجاب حکومت خپله خبره واپس وانخسته نو دويي به يې په ضد په اسمبلۍ کې احتجاج کوي.

په مرکز کې د مسلم ليګ ن ډلې د اتحادي ګوند جمعيت علمااسلام (ف) ډلې وياند مولانا جليل جان وايي،

"زه خو د حکومت برخه يم او که دا زما حکومت هم کړی وي نو زه يې غندنه کوم ځکه چې دا د نفرت اور دی او څوک چې دا اور لګوي نو هغه د ملک او قوم دښمن دی او دا نفرتونه د ملکونو او قومونو د تباهۍ سبب ګرځي".

د جماعت اسلامي ډلې د قامي اسمبلۍ غړی صاحبزاده طارق الله وايي،

"ډېر په افسوس سره خبره کوم چې مونږ په خپل ملک کې مهاجر شوي وو او مونږ په سختو ټکو کې د دې غندنه کوو چې د پنجاب پوليس او حکومت بې ګناه پښتانه ککړوي".

د پنجاب په منډي بهاوالدین ضلع کې پولیس په خصوصي توگه په یو اعلان کې ولس ته ویلي په خپله علاقه کې که څوک د "افغان" یا د "پټهان" په څیره کې وینۍ نو پولیس ته اطلاع ورکوئ ځکه چې دوي " د خپلو ناپاک عزایمو څخه د ملک په کومه علاقه کې هم دهشت ګردانه کاروايي کولی شي.

په مطبوعاتو کې چاپ شوی د پښتنو په اړه بیان د منډي بهاوالدین د پولیس ترجمان د طرفه خور شوی دی.

د پنجاب پوليس مشر د دفتر د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې پاکستان ټوډی ته ویلي دغه بيان يا امر د کوم خاص سړي يا قوميت په ضد دی شوی، خو د منډي بهاؤالدين پوليس وياند عبدالرؤف ورځپاڼې ته ويلي د پښتنو خلاف دغه امر ورته د پنجاب صوبې د حکومت لخوا شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG