لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمرزاخېلوال : دپاکستان او افغانستان تاؤ تريخوالی کم شوی پولې به زر پرانستل شي


 افغان سفير ډاکټر زاخيلوال هم دپاکستان لخوا د پولو تړلو ګام بې ګټې ګڼي
 افغان سفير ډاکټر زاخيلوال هم دپاکستان لخوا د پولو تړلو ګام بې ګټې ګڼي

په پاکستان کې دافغانستان سفير ښاغلی ډاکټر عمر زاخيلوال وايي د پاکستان او افغانستان ترمينځ دتاوتريخوالي کچه راټيټه شوې او هيله ده چې ډير زر به د تورخم او سپين بولدک تړل شوې لارې بيرته پرانستل شي.

پاکستان کې دترهه ګرۍ دوروستيو پېښو نه وروستو ددغه هيواد لخوا افغانستان سره دخپلو پولو په تړلو دپاکستان سياسي ګوندونو سخت غبرګون ښودلى او وايي پاکستان په دغسې غيردانشمندانه ګامونو دترهه ګرو ډلو دپاللو پسر دځان نه خفه افغانستان سره خپلې اړيکې نورې هم تاؤژنې کوي.

افغان سفير ډاکټر زاخيلوال هم دپاکستان لخوا د پولو تړلو ګام بې ګټې ګڼي او وايي " دپولو تړل دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې هيڅ ګټه نه لري بلکې ددغه لارې يواځې دپولې دواړو غاړو ته دپرتو ولسونو ستونزې او جنجالونه سيوا کيږي".

ددې پوښتنې په ځواب کې چې دپولې په جنجال کې دپاکستان دپښتنو ملت پاله ګوندونو دکردار نه څومره مطمئين يئ؟ دافغانستان سفير په خندا کې وويل،

" په دې هکله نو که زه څه وايم دا به دپولې دې غاړې ته په سياستونو کې مداخله وګڼل شي او دغه ( قام پرستان مشران) مو هم ټول ملګري دي، خفه به شي راڅخه"

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې افغان سفير وويل " دافغانستان څخه دپاکستان تر کرښې چې څومره خلک راځي دهغوي کلک لټون کيږي ، ځايې په ځايې زمونږ پوستې دي، عسکر مو ولاړ دي ، دترهه ګرو داوښتو سوال هم نه پيدا کيږي"

دافغانستان او پاکستان ترمينځ دپيدا شوي وروستي تاوتريخوالي کمولو په موخه ددواړو هيوادونو دپاره دملګرو ملتونو ځانګړى استازى تاداميچي هم دګل په ورځ دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلى او دغلته يې دپاکستان دوزيراعظم ځانګړي مرستيال ښاغلي طارق فاطمي او افغان سفارتکارو سره دپولې په وضعيت خبرې اترې کړيدي.

ښاغلى زاخيلوال وايي " ددغو ليدنو او نورو اړونده هڅو په نتيجه کې اوس مونږ دتاوتريخوالي نه وتلي يو، وضعه ارامه شوې او هيله ده دتورخم او سپين بولدک لاره به ډير زر پرانستل شي. "

بل لوري ته دپاکستان لخوا افغانستان سره دخپلو پولو تړلو وروستو دتيرو پينځوو ورځو راهسې په تورخم او چمن سرحدي پوله په زرګونو خلک او ګاډي بند پاتې شويدي. دسيمې څخه راپورونه وايي ددغو لارو په بنديدو ددواړو هيوادونو ترمينځ کيدونکى تجارت سخت اغيزمن شوى دى.

دپاکستان دګمرک يا ټيکسونو دمحکمې دسرچينو له مخې يواځې دتورخم دلارې په بنديدو پاکستان ته د ټيکسونو په مد کې دورځې اووه ملينو روپو پورې تاوان اوړي. ددواړو هيوادونو ترمينځ دتجارت ترټولو مهمه لاره دتورخم ده.

دپاکستان څخه په لويه پيمانه سبزيانې ، سيمنټ، ګوړه او دژوند داستعمال نور شيان هم په دغه لاره افغانستان ته اوړي او دافغانستان څخه روزانه دکروړونو روپو ميوې دپاکستان تر منډايانو رارسيږي. ددواړو هيوادونو دميوو او سبزيانو سوداګر وايي اوس ورته خپلې سبزۍ او ميوې په لارو کې سخا شوي او دلويې زيان سره مخ شويدي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG