لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده: کچهرو باندې بريد کې پینځه تنه وژل شوي


امنيتي چارواکو ويلي درې ځانمرګي راغلي او په کچهرو یې برید کړی دی.
امنيتي چارواکو ويلي درې ځانمرګي راغلي او په کچهرو یې برید کړی دی.

د خېبرپښتونخوا چارسدې ضلعې مرستيال کمشنر عنايت الله ويلي د ضلعې په تنګي تحصيل کې په کچهرو ترسره شوي بريد کې پينځه کسان وژل شوي او د ۲۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

نوموړي ډیوه ريډیو سره په خبرو کې پخلی کړی چې د تنګي تحصيل په کچهرو باندې نن د نهې په ورځ ترسره شوي ترهګر برید کې درې زورورې چاؤدنې شوي دي.

او امنيتي چارواکو ويلي درې ځانمرګي راغلي او په کچهرو یې برید کړی دی.

مرستيال کمشنر ويلي برید کې عام خلک په نخښه شوي دي او دغه برید په داسې حال کې شوی چې په کچهرو کې د معمول ترمخه ګڼه ګوڼه وه.

چارواکو ويلي دوه ځانمرګو په کچهرو ډزې کړی او ځانونو ته يې چاؤدنه ورکړې چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته شوې او درېم خودکش په ډزو کې وژل شوی دی.

د تحریک طالبان جماعت الاحرار ډلې د دغه برید زمه واري قبوله کړې او ويلي يې دي دا يې د حکومت په ضد د غازي عملیاتو برخه ده.

مرستيال کمشنر عنايت الله ويلي پېښه کې ژوبل شوي کسان د تنګي او چارسدې روغتونو ته وړل شوي دي.

په چارسده ضلع کې تېر کال هم په کهچرو باندې برید شوی او لږ ترلږه ۱۷ کسان پکې وژل شوي وو.

پاکستان کې په روانه مياشت کې پرله پسې دغه ډول ترهګر بریدونه ترسره شو.

تېره اوونۍ د سندهـ صوبې په سېهون سيمه کې د لعل شهباز قلندر په زیارت ځانمرګی برید شوی او د ۹۰ پورې کسان پکې وژل شوي وو، د دغه برید زمه واري داعش ډلې قبوله کړې وه.

د لعل شهباز په زیارت د شوي برید نه یوه ورځ وړاندې د فرورۍ په ۱۵م نېټه دوه ځانمرګو په مهمند ايجنسۍ کې او يو په پېښور کې ځان ته چاؤدنه ورکړې وه، هم په دغه ورځ چارسده ضلع کې په عملیاتو کې یو بل خودکش ځانته چاؤدنه ورکړې وه.

د دغو ټولو پېښو زمه واري هم جماعت الاحرار ډلې منلې وه.

د رواني مياشتې په ۱۳م نېټه د لاهور په مال روډ باندې يوځانمرګی برید شوی او ۱۳ کسان پکې وژل شوي وو احرار ډلې د دې برید زمه واري هم منلې وه.

په سېهون کې د برید وروستو پاکستاني ځواکونو په ټول ملک کې د وسله والو ترهګرو په ضد عملیاتو کې د ۱۰۰ نه زياتو مشکوکو کسانو د وژنې ادعا کړې او ويلي يې دي په سلګونو مشکوک کسان يې نيولي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG