لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته په غیر قانوني توګه اوړېدونکو افغانانو لپاره [په ټوپک] د ويشتلو امر


پاکستان خپلو عسکرو ته امر کړی د افغانستان نه په غیر قانونه توگه راوړیدنکي په موقع ولئ

پاکستان د افغانستان سره د خپلې پُلې ټولې لارې تړلي دي او اوس د پاکستان چارواکو په پله د اوړیدلو د کوښښ کونکو د ويشتلو امر کړی دی – د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان نن خبر ورکړی دی چې د چمن په پله بابِ دوستۍ عسکرو ته په پله د اوړېدونکو د ويشتلو امر شوی دی-

تیره اونۍ په سنده صوبه کې دلعل شهباز قلندر په دربار په ځان مرگي بريد کې 90 کسان وژل شوي وو- د دربار د شوي بريد زمه واري تُندروه ډلې داعش قبوله کړې وه.

اخبار ډان د نيم پوځي ځواک فرنټير کور د ویاند په حواله ليکلي دي چې "امر دادی چې که څوک هم د پلې څخه پاکستان پلو ته په غیر قانونه توگه د اوختلو په حال کې وليدل شو ولي به یې"

د پاکستان لخوا د افغانستان سره د تګ راتګ دپاره د چمن څخه علاوه د تورخم او د نورو غټو لارو ترڅنګ د شمالي او جنوبي وزیرستان او کرمې ايجنسۍ لارې هم تړلي دي.

د پلې تړل کیدلووروستو دواړو خواو ته تگ راتگ په مکمله توگه په ټپه ولاړ دی- د چارواکو په وينا يواځې د چمن په پوله د ګرمۍ په موسم کې د ورځې 12زره او په ژمي کې د اته ؤ نه تر نهو زرو پورې کسان تګ راتګ کوي.

افغان چارواکو د پاکستان لخوا د تورخم او چمن لارې تړل د سفارتي اصولو په ضد ګرځولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG