لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

  پاکستاني ځواکونو د ۱۷ مشکوک ترهګرو د وژنې ادعا کړې


دغه عملیات پوځ، رېنجرو او پولیس په قبایلي سیمو، خېبرپښتونخوا او کراچۍ کې ترسره کړی دي.
دغه عملیات پوځ، رېنجرو او پولیس په قبایلي سیمو، خېبرپښتونخوا او کراچۍ کې ترسره کړی دي.

د پاکستان د چارواکو ترمخه تر مخه نن د اتوار په ورځ قبايلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې د امنيتي ادارو او وسله والو ترمينځ د نښتو په نتيجه کې ۱۱ ترهګر وژل شوي دی، د پنجاب په ليه ضلع کې پينځه او بلوچستان کې يو ترهګر وژل شوی دی.

پاکستان کې په داسې حال کې عمليات تُند کړی شوي چې درې ورځې په سندهـ صوبه کې د لعل شهباز قلندر په مزار ځانمرګی برید شوی او د ۸۰ نه زيات کسان پکې وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي وو. د دغه برید زمه واري داعش قبوله کړې وه.

په تېرو درېو ورځو کې چارواکو د وسله والو د مهمو کسانو په ګډون د ۱۰۰نه پلويانو وسله والو د وژنو دعوې کړي دي.

دغه عملیات پوځ، رېنجرو او پولیس په قبایلي سیمو، خېبرپښتونخوا او کراچۍ کې ترسره کړی دي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه کرمه ايجنسۍ کې د وسله والو او امنيتي ادارو ترمينځه هغه وخت نښته رامينځته شوه کله چې وسله وال د افغانستان نه د پولې دې لوري ته راوړېدل.

امنيتي سرچينو ويلي دغه نښته تېره شپه د کرمې ایجنسۍ په سپېرکوټ علاقه کې په داسې مهال رامنځته شوې چې پاکستان د افغانستان خپلې ټولې لارې تړلي دي.

امنيتي سرچينو ډيوه ريډيو ته ويلي په دغه نښته کې د امنيتي ادارې دوه سرتېري هم ژوبل شوي دی.

چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط ډيوه ريډيو ته ويلي د وژل شوؤ وسله والو مړي يي ځايي پوليټيکل انتظاميي ته سپارلي دي.

بلخوا د ريډيو پاکستان ترمخه د ترهګرۍ د مخنيوي څانګې لخوا د پنجاب په ليه ضلع کې پينځه مهم وسله وال وژل شوي دي، ليه د پنجاب جنوبي سيمه ده او په امریکا کې په کېلېفورنيا رياست کې د معذورانو په مرکز برید کوونکې تاشفين ملک تعلق هم ددغه سيمې سره ؤ.

او يو ترهګر د بلوچستان سرياب سيمه کې وژل شوی دی.

د پنجاب ضلعې جنوبي سیمې د وسله والو خوندي ځالې ګڼل کيږي او ويل کيږي وسله وال هم د دې ځای نه د بریدونو منصوبې جوړوي.

د خېبرایجنسۍ د لويې شلمان سيمې څخه پاکستان ځواکونو سحر د پولې پورې غاړې افغانستان کې په توپو ګوله باري کړې ده. په دغو عملياتو کې د مرګ ژوبلو کره شمېره مخې ته نه ده راغلې.

د پاکستان ځايي په ټيلي ويژن چېنلو ښکاره کولی شي چې ځواکونه يې دافغانستان خاوره په نخښه کوي. پاکستاني چارواکو ویلي د وسله والو ځالې يې په نخښه کړي خو افغان چارواکو يې د دعوې تائيد نه دی کړی.

د طالبانو مرکزي ویاند محمدخراساني د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې د وژنو دعوې رد کړي او ويلي يې دي پوځ هغه کسان وژلي چې ورسره د وړاندې نه بندي ؤ.

طالبانو ویلي دوي اوس هم په پاکستان کې نېټ ورک لري او د بریدونو توان لري، دوي ویلي په افغانستان کې یې کوم مرکزونه نه دي په نخښه شوي.

د پاکستان د پوځ او طالبانو د دعوؤ د ازادو سرچينو لخوا پخلی نه دی شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG