لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان لسټ څیړو، خو اسلام اباد دې د کابل په لسټ هم اقدام وکړي- جنرال شهيم


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پاکستان لخوا د 74  کسیز لسټ یا ترهگرو نوم لړ څیړي خو ټینګار کوي چې پاکستان دې هم د افغان حکومت له خوا د سپارل شووو لیسټونو په حقله عملي گامونه واخلي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پاکستان لخوا د 74 کسیز لسټ یا ترهگرو نوم لړ څیړي خو ټینګار کوي چې پاکستان دې هم د افغان حکومت له خوا د سپارل شوو لیسټونو په حقله عملي گامونه واخلي

د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت د تروریسټي ډلو په اړه له هر ډول معلوماتو څخه هرکلې کوي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د سند ایالت په سیهون سیمه کې پر لال شهباز قلندر دربارباندې له برید وروسته د پاکستان پوځ افغان چاروکو ته د 74 ترهگرو نومونه افغان چارواکو ته وسپارل او ادعا يې وکړه، چې دغه شمیر کسان په افغانستان کې میشت او فعالیت کوي

جنرال قدم شاه شهیم ويلي دي کوم هیوادونه چې تر هگر روزي باید وس ددغه څخه لاس واخلي- افغان امنیتي چارواکو ويلي دي پاکستان یو ځل بیا د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې راکټي بریدونه پیل کړي -

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې دا هم ویلي، چې په کابل کې یې د پاکستان سفیر ابرار حُسین څخه د پاکستان له خوا د افغانستان په ختیځ کې د راکټي بریدونو، په راولپینډۍ او اسلام‌اباد ښارونو کې د 150 افغانانو نیولو او د تورخم او سپین بولدک – چمن د دروازو په اړه يې له هغه څخه د وضاعت غوښتنه کړې ده

پاکستان د تېرې اونۍ د تازه ترهګرو بریدونو وروستو قبایلو سیمو کې د افغانستان سره لګېدلې خپلې ټولې پولې تړلي دي.

په کندهار کې د پاکستان سره پر پوله د سپين بولدک-چمن د لارې د بندېدو له امله سلګونه کسان د تیرو دوو ورځو را هیسې په دواړو خواوو کې بند پاتې دي

د سپين بولدک کمیسار محمد علي داوري ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستاني لوري سره یې څو ځله خبرې کړي، خو هغوی ورته ویلي چي لار به د پاکستاني چارواکو تر بل امر پوري تړلې وي-

بلې خوا ته د پاکستان لخوا افغان سفير د پوځ مرکز جي اېچ کیو ته په بللو د پاکستان ملت پالو پښتنو گوندونو په خپل غبر گون کې ناخوښي ښکاره کړېده. د پښتونخوا ملي عوامي گوند سینیټر عثمان کاکړ ويلي دي د جي اېچ کیو لخوا افغان سفير ته سمن لیگل څرگندوي د هیواد د باندينو چارو تگ لاره د اولسي واکمنو نه بلکې د پوځ په لاسو کې ده.

د عوامي نیشنل گوند یو مشر افراسياب خټک ويلي دي په وسنۍ وضع کې په یو بل د تورونو کوښښ سره مسله حل کیدلې نه شي. هغه اوویل د تورونو لگولو څخه ډه ډه پکار ده او یوه داسې لاره لټول پکار دي جې وسنۍ شخړه هواره شي.

د قومي وطن پارټۍ یو شمر سکندر شیر پاؤ وايي د ترهگرۍ خلاف دواڼه هیوادونو ته په یوه خبره صلاح کیدل پکار دي.

هلته د افغانستان د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وايي، دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د ګاونډیو پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي. خو په پاکستان هغه کسان ښکاره فعالیتونه لري چې د افغانانو د عامه وژني مسول دي.

ښاغلي اتمر ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل، له خپل پاکستاني سیال سرتاج عزیز سره یې خبري کړي او له هغې یې غوښتي چې د افغانستان سره پر یو داسې شریک مکانیزم موافقې ته ورسیږي چې له مخې یې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې دواړه لورې صادقانه همکاري وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG