لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چاودنې ټول هیواد کې،خو د پوځ اؤ حکومت خواخوږۍ یوازې لاهور سره !


همدغه دوه قسمه نظر ؤ چې مشرقي اؤ مغربي پاکستان یې دیو بل نه جدا کړل
همدغه دوه قسمه نظر ؤ چې مشرقي اؤ مغربي پاکستان یې دیو بل نه جدا کړل

پاکستان کې که هرڅو بمي چاودنې اؤ ځان مرګي بریدونه څه نوې خبره نه ده خو پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د اوړمې ورځې ځانمرګي برید ددغه هیواد دپوځ اؤ حکومت غصه راپارولې.

.دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه اؤ وزیراعظم نوازشریف دلاهور دبرید نه ورستو د ترهګرۍ په ضد جګړه د حق اؤ باطل ترمنیځ جنګ ګرځولی اؤ وایي اوس په دې جګړه کې ترهګرو ته د ماتې ورکولو پرته بله لاره نه ده پاتې شوې.

خو د لاهور په برید دپوځ اؤ حکومت په دغه چټک غبرګون څیړونکو پوښتنې راولاړې کړي اؤ وایي چې کله د پنجاب نه بهر روزانه دغسې بمي چاودنې اؤ ځان مرګي بریدونه کیږي ولې پوځ اؤ حکومت هاغه مهال په حرکت کې نه راځي ؟

نومیالی څیړنګار پروفیسر خادم حسین وایي پاکستان چې د کله نه په وجود کې راغلی نو د ریاست دا پالیسي پاتې شوې چې یوازې پنجاب به اصل پاکستان ګڼي اؤ نورو قامونو اؤ اولسونو ته د پنجاب په څیر درانه نه کتل کیږي.

په ۱۳ فرورۍ پاکستان کې د څلیریشتو ساعتو دننه په ګرد هیواد کې د لاهور د ځان مرګي برید په شمول ترهګرو څلور بریدونه کړي وؤ .

خو د پوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه اؤ وزیراعظم نوازشریف پرون دنهې په ورځ ددغو بریدونو په قربانیانو کې یوازې د پنجاب دلاهور په برید کې د ژوبل شوؤ کسانو پوښتنې دپاره روغتون ته اؤ د وژل شوؤ کسانو کورونو ته ورغلي اؤ هغوئ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي په دغه موقعه دپوځ سرلښکر دپوځ سرلښکر د ترهګرو اؤ د هغوئ د مرستیالانو په ضد د فیصله ایزو ګامونو اخستو پریکړه کړې .

همدغه شان د لاهور د چاودنې نه وروستو د نهې په ورځ د پاکستان وزیراعظم میا نوازشریف هم د اوچتې پایې د یوې غونډې صدارت کړی اؤ ويلي یې دي چې دترهګرو سره،سره دهغوئ مرستیالان اؤ نظریه هم له مینځه وړل ضرور شوي دي.

ډیوه راډیو سره خبرو کې وتلي څیړنګار ښاغلي خادم حسین ویلي په پاکستان کې د پنجاب نه پرته د نورو قامونو اؤ اولسونو د انساني حقونو اؤ جغرافیې هغه هومره درناوی نه کیږي لکه څومره چې د پنجاب دخلکو کیږي.

دهغه په وینا”هرکله چې اولسونو ته ریاست په یوه سترګه نه ګوري، دخاورې اؤ وینې یې یو شان احترام نه کیږي نو دا رویه به ترهګري ختمه نکړي بلکې نوره به یې سیوا کړي”

نوموړي وویل همدغه دوه قسمه نظر ؤ چې مشرقي اؤ مغربي پاکستان یې دیو بل نه جدا کړل اؤ نن بنګال د یو جدا هیواد په توګه وجود لري.

په پاکستان کې د پنجاب صوبې د مرکزي رول او اهميت په اړه د امريکې مشهور څېړنکار او ليکونکی سټيون کوهن د پاکستان په پوځ باندې خپل کتاب کې ليکي:
پوځي جنرالان ګڼي چې پنجاب د پاکستان مرکزي خاوره ده. نورې صوبې د مرکزي خاورې دروازې ګڼل کېږي.

د پيښور وتلی مدني فعال ښاغلی شکیل وحیدالله هم ورته نظر لري اؤ وایي په پاکستان کې د پوځ اؤ حکومت ترجیحاتو کې پنجاب په سر کې دی.

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي شکیل وحیدالله وویل “دپاکستان دننه په صوبو، قامونو اؤ سوچونو کې تعصب اؤ توپیر روان دی اؤ دا محرومۍ سیوا کوي”

شکیل وحیدالله د پاکستان په میډیا هم نیوکې. لري اؤ وایي “دابیا نو ډير حیرانوونکی منطق دی چې په یوه ورځ په لاهور کې کوم خلک چاودنه کې وژل کیږي ، دپاکستان میډیا هغوئ د شهیدانو په نومونو یادوي اؤ‌په کوئټه کې چې کوم خلک هم په دغسې چاودنو کې خپل ژوند دلاسه ورکوي هغوئ ته جان بحق اؤ نور نور نومونه اخلي”

نوموړي زیاته کړه دا چې د پوځ سرلښکر اؤ وزیراعظم پخپله د لاهور د چاودنې قربانیانو خواخوږۍ دپاره ورځې ایا د کوئټې ،پیښور اؤ مهمندو پښتانه دا حق نه لري چې هغوئ سره دې هم خواخوږي وشي؟

“که وزیراعظم اؤ ارمي چیف پخپله وخت نه لري چې چاودنو کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ پښتنو کورونو ته ورشي نو لږ ترلږه د هیواد داخله وزیر یا د پيښور کور کمانډر خو لیږلی شي”

هغه وایي د حکومت اؤ پوځ دغه رقم غبرګ معیار کرکې اؤ محرومۍ خوروي اؤ کرکه اؤ محرومي دوه هاغه شیان دي چې ترهګر یې ډیر په اسانه د ځان په ګټه استعمالولی شي.

نوموړي وویل د حافظ سعید د نظر بندۍ د اقدام نه راپدیخوا چې هیواد کې د ترهګرۍ کوم بهیر بیا چټک شوی دا د یو چا لخوا ښکاره پیغام دی چې هغوئ غلي شوي ضرور وؤ خو خپل وجود یې بائللی نه دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG