لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د ملي امنیت صلاح کار استعفی ورکړې


څیړونکي د ملي امنیت صلاح کار مائیکل فلېن استعفی د صدر د ټیم دپاره ضربه ګڼي.
څیړونکي د ملي امنیت صلاح کار مائیکل فلېن استعفی د صدر د ټیم دپاره ضربه ګڼي.

د امریکا د ملي امنیت صلاح کار مائیکل فلېن د هغو خبرونو وروستو استعفی ورکړې ده چې پکې ویل شوي وو هغه په امریکا کې د روس د سفیر سره د اړیکو نه د ټرمپ انتظامیه ناخبره ساتلې وه.

فلېن استعفی په داسې حال کې ورکړې چې د ټرمپ انتظاميې جوړېدو لا یوه میاشت نه ده شوې، او څیړونکي دا د صدر د لوړ رتبه صلاح کار ټیم دپاره ضربه ګڼي.

هغه د ډونلډ ټرمپ په شمېر هغو ملګرو کې ؤ چې په صدارتي کمپاین کې مخکې مخکې ؤ ولې د هغه روس سره په اړیکو نورو لوړ پوړو مشیرانو هم تحفظات درولودې.

فلېن په ابتدا کې د ټرمپ مشیرانو ته ویلي ؤ چې د انتقال اقتدار په وخت کې يې روس باندې د امریکا د بندېزونو په اړوند د روس سفیر نه ؤ خبر کړي او په ښکاره د فلېن لخوا ورکړی شوؤ مالوماتو یواځې نائب صدر مائیک پینس د هغه د دریز تائید کوو.

وروستو فلېن د سپینې ماڼۍ چارواکو ته ویلي شاید هغه د روسي سفیر سره د بندېزونو باره کې خبره کړې ده.

خپله استعفی کې فلېن ویلي په تُندۍ سره د رامنځته کېدونکو واقعاتو باندې هغه صدر پینس ته د خپلو روسي اړیکو په اړوند نامکمل مالوماتو ورکولو څخه خبر کړی ؤ.

جنرال کیتهـ کیلوګ د ملي امنیت موقتي صلاح کار نومول شوی دی.

د دغو حالاتو نه خبر دوه تنو ویلي دي چې محکمه انصاف د ټرمپ انتظاميه د مائیکل فلېن د روسي اړیکو نه خبر کړې وه.

په دوي کې د یو تن په وینا د انصاف محکمې انتظامیه خبر کړې وه چې سپینه ماڼۍ د فلېن د رابطو په اړه وايي او حقیقت څه دی په دې کې تضاد دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG