لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي حکومت په اېن اېف سي کې د فاټا دپاره د صوبو نه برخه غواړي


پروېز خټک دا ونه دي ویلي چې نورې صوبې د قبایلي سیمې د برخې په سر څه دریز لري،
پروېز خټک دا ونه دي ویلي چې نورې صوبې د قبایلي سیمې د برخې په سر څه دریز لري،

د خېبرپښتونخوا وزیراعلی پروېز خټک وايي مرکزي حکومت ورته خواست کړی چې د قامي وسیلو په شریکه پنګه (اېن اېف سي اېوارډ) کې اوس یواځې د قبایلي سیمو دپاره د فنډونو ځانګړتیا ومني.

پروېزخټک ویلي له دې وړاندې مرکزي حکومت د ګلګت بلتستان ، ازاد جمو کشمیر او د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) د امنیت د پروژو دپاره درې فیصده زیاتوالی غوښتو.

"په هغې کې لانجه دا وه چې دويې وې چې مونږ ته درې فیصده راکړې صوبو نه چې هغې کې به کشمیر ته هم ورکوو ګلګت ته به هم ورکوو سیکیورټي ته به هم ورکوو، نو مونږ ورته وې چې دا خو ستاسو حصه وه او د دې حصې په وجه تاسو شيئرز اخستو چې تاسو خپله حصه پرېږدئ نو هغه شيئرز هم ورسره پرېږدئ، مونږ د کشمیر حصه ولې تاسو ته درکړو دخپلې صوبې د حصې نه قانونًا زمونږ ۵۷فیصد نه شي ختمولی چې مونږ نه غواړو مونږ ګلګت ته ولې خپله حصه ورکړو نو په دې باندې هغه شی روکاؤ دی اوس دوي ومنله ماته يې هاغه ورځ پېغام راغلو چې فاټا ومنه ما ویل په دې باندې ما سره حساب وکړه چې په دې باندې تا څه اخستل ته خپل شیئر پرېږده کنه نو په دې باندې اوس لګیا ؤ".

هغه وویل زیاته لانجه مو ورسره په پېسو وه او هغوي اوس دا ومنل.

ولې پروېز خټک دا ونه ویل چې نورې صوبې د قبایلي سیمې د برخې په سر څه دریز لري، او یا مرکزي حکومت دغه غوښتنه د نورو درې واړو صوبو پنجاب، سندهـ او بلوچستان نه هم کړې ده.

څو ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا د معاش وزیر مظفرسید ډیوه ريډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي ؤ چې ټولې صوبې د قبایلي سیمې، ګلګت بلتستان او ازاد جمو کشمیر دپاره په مرکز کې خپلې برخې کمول نه غواړي.

"زمونږ خپل دغه دا دی چې د ائین مطابق به فېصله کوو او وروستو به بیا فېصله کوو که فاټا په صوبه خېبرپښتونخوا کې شامل شوه او دلته راغله، په اېن اېف سي کې سندهـ حکومت پنجاب خېبرپښتونخوا او بلوچستان هم دې ته تیار نه دي زمونږه خپلې خبرې هم شوي دي او په دې کې نورې رابطې کوو".

خو د فاټا د اصلاحاتو او خېبرپښتونخوا سره د شاملو د معاملې د کابینې د وروستي اجلاس نه د ویستلو وروستو د وزیراعظم نوازشریف او پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېدباجوه د فاټا په حق کې بیانونه او اوس د فاټا دپاره د صوبو نه برخه غوښتل ډاډه کوونکي پرمختګونه دي او دا ځکه چې د وړاندې د اصلاتو او شاملېدو په لاره کې یو لوئې خنډ د پکارو فنډونو د مرکز نه راویستل ګرانېده.

او د سېفران سیکرټري ارباب محمدشهزاد د کابینې د وروستۍ غونډې نه وړاندې ډیوه ریډیو ته ویلي ؤ ،

"مسله خو پکې داسې وه چې کومې درې فیصده کمېټۍ ویلي ؤ د اېن اېف سي نه په هغې کې او هغه به په اتفاق سره کیږي د درې فیصده مقصد ۹۰اربه ډالره دي څلور واړه صوبې او مرکزي حکومت به په دې صلاح کيږي نو په هغې باندې د صوبو لږ ډېر تحفظات شته کنه خو امېد دی چې څه فېصله به په هغې وشي".

د دې بیانونو او پرمختګونو وروستو د اصلاح خوښو سیاسي ډلو او مدنې حلقو اوس ټولې طمعې د کابینې د راروانې غونډې نه دي خو مرکزي حکومت لا د کابینې د غونډې وخت نه دی ټاکلی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG