لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د امریکا او نېټو نه علاوه د افغانستان په سر غونډه راجوړوي


په سیمه کې د داعش په موجودګۍ یواځې روس په ویره کې نه دی چې طالبان ورته د ډهال په توګه وکاروي.
په سیمه کې د داعش په موجودګۍ یواځې روس په ویره کې نه دی چې طالبان ورته د ډهال په توګه وکاروي.

روس روانه اوونۍ په ماسکو کې د افغانستان د شخړې د ممکنه هواري دپاره د افغانستان، پاکستان، چین ، هند او ایران یوه غونډه راجوړوي چې په دغه اړوند خبرې وکړي.

روس د کال ۱۹۷۹م نه وروستو په وړومبي ځل افغانستان کې دومره فعال رول لوبوي، ولې دغه هڅې یې د پېل نه د جنجال سره مخ شوي دي.

ماسکو د دسمبر په میاشت ک د افغانستان په اړوند یوې غونډې کوربه توب کړی او د افغانستان نه علاوه پکې چین او پاکستان ګډون کړی ؤ‏. افغانستان د دغه غونډې نه په ناخبرتیا سخت غبرګون ښکاره کړی ؤ.

په دې اوونۍ کې چې د امریکا او نېټو نه علاوه سیمه ییزه برخه وال هېوادونه په دې غونډه کې ګډون کوي داسې ګنګوسي کیږي چې روس د سیمې د ستونزو د هواري پرته د دغه لارې د امریکا په کمزوري کولو کې دلچسپي لري.

په وروستیو کې د امریکا د سېنیټ د وسله والو خدمتونو کمېټۍ مشر سېنېټر جان مکېن ویلي چې روس د امریکا کمزوري کولو دپاره د طالبانو ملاتړ کوي.

په واشنګټن کې د ولسن سنټر د اسیا مرستیال ډائریکټر مائیکل کیګلمېن ویلي، "افغانستان کې څومره سخت حالات دي او که د بهر نه کوم سیمه ییز هېواد د دغه شخړې په هواري کې کردار لوبوي باید هر کلی یې وشي".

ولې هغه دا پوښتنې هم راپورته کړي چې روس د څه کولو هڅه کوي، "ایا دی په رښتیا هڅه کوي چې د یو لوبغاړي په توګه د جنګ په ختمولو کې مهم رول ولوبوي؟ او یا هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا اثر کم کړي؟".

او نور سیمه ییز څیړونکي د پرمختګ دپاره خوشبینه دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت لاندې چلېدونکي سټراټيجیکي مطالعاتي انسټیټيوټ امنه خان وايي، "په دې چوکاټ کې ټول هغه سیمه ییز لوبغاړي شامل دي چې د افغانستان سره یې ګټې تړلي دي".

هغې ویلي "ترهګري نړیواله ستونزه ده خو زما په خیال د سیمې هېوادونه اړتیا لري چې په دې کې نور چمتو رول ولوبوي".

د روس په لمړۍ درې هېوادیزه غونډه کې اولنی پام په خیځ افغانستان کې د داعش د وسله والو موجودګي وه. او ماسکو نه غواړي چې د مسلمانانو ابادۍ د روس پولې پورې خپل اثر وغځوي.

په افغانستان کې د امریکا او نېټو ځواکونو مشر جنرال نکولسن د امریکا د وسله والو خدمتونو کمېټۍ ته په وروستیو کې ویلي، روس هڅه کوي چې طالبان په دروغژنه وینا په عامو توګه قانوني کړي، چې طالبان د داعش سره جنګيږي د افغان حکومت سره نه جنګيږي.

ولې په سیمه کې د داعش په موجودګۍ یواځې روس په ویره کې نه دی چې طالبان ورته د ډهال په توګه وکاروي. ایران هم د طالبانو ملاتړ پېل کړی چې داعش د ایران د پولې نه لرې وساتي،او چین هم د یوې مودې نه د طالبانو سره په رابطه کې دی او د طالبانو او افغان حکومتي چارواکو یا سولې د استازو پټې لیدنې یې هم کړي دي.

د راتلونکې غونډې نه هم دا وخت کومه غټه طمع نه کيږي.

امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر صمد وايي، "د ا حقیقت دی چې په دغو خبرو کې درې نور هېوادونه شامل کړی شو نو دا په ابتدايي دور کې ده او دوي یو بل اورېدل او په یو بل ځان پوهه کول غواړي، د دې نه د دې کومې غټې پایلې مخې ته راتلو طمع نشي کېدی".

دغه ډول څو هڅې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سېوا کړکېچ او بې باورۍ سبب ګرځېدلي ولې د دې عمل کامیابي په دې اډاڼه ده چې روس او چین دواړه د اختلافاتو پرته کار وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG