لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د مهاجرت نظام به یې د ترهګرۍ سبب ونه ګرځي


امریکایان په نیویارک کې د صدر ټرمپ د مهاجرینو په اړه حکمنامې او خلکو نیولو په ضد مظاهر کوي.
امریکایان په نیویارک کې د صدر ټرمپ د مهاجرینو په اړه حکمنامې او خلکو نیولو په ضد مظاهر کوي.

د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ په ریډيو خپله اوونیزه وینا کې ژمنه کړې چې په ملک کې د مهاجرت نظام به یې د ترهګرو دپاره ملک ته د راتلو د سرچینې په توګه ونه کاريږي.

هغه ویلي "مونږ به د ترهګرو، تُندلارو او خطرناکو عناصرو خپل ملک ته د راتلو د مخې نیولو دپاره به ټول ضروري او قانوني ګامونه دوامداره ساتو".

هغه ویلي مونږ به د خپل مهاجرت عمومي نظام د خپل ځان په ضد کارېدو اجازه ور نه کړو چې ترهګر او په حقیقي معنو کې خراب خلک دا د یوې سرچینې په توګه وکاروي.

نوموړي صدر ویلي "د دې یقينې کولو دپاره چې خپل سبا محفوظ کړو مونږ ته به نن کلک اقدامات کول وي".

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي په تازه نوي حکمنامه غور کوي، دا وروستو له هغې چې یو مرکزي عدالت هغه صدارتي حکمنامه باندې د عمل ودرولو ویلي او وروستو يې پرې حکومتي اپیل رد کړی په کوم کې چې د اووه مسلمان اکثریتي ملکونو نه په موقتي ډول امریکا ته په راتګ بندېز لګول شوی ؤ.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ ائیرفورس الوتکه کې د الوت په مهال خبریالانو سره په خبرو کې ویلي که انتظامیه یې په دغه اړوند د مخکې تلو پرېکړه کوي نو د ګل یا نهې په ورځ نوې صدارتي حکمنامه جاري کېدی شي.

د خالي په ورځ صدر ټرمپ په عدالتي فېصله د ناخوښۍ څرګندونه کړې او په ټویټر يې یو پيغام کې لیکلي چې دغه فېصلې امریکایان په خطره کې اچولي دي.

نوموړي په خپله وینا کې د ټېکسونو په اړوند هم خبرې کړي چې انتظامیه یې په دې پروژه کار کوي د کومې نه چې په زمونږ کارکوونکو او کاروباریانو باندې د ټیکسونو بوج کې ښکاره کمی وکړی شي.

صدر ټرمپ امریکايي کمپنیو ته خبرداری ورکړی چې خپل کاروبارونه په ملک کې دننه کوي او بهر وړلو سوچ دې نه کوي. هغه ویلي انتظامیه یې د کاروبار بهر ملک ته منتقل کولو کار ستونزمن کولو اقدامات کوي او دوي به چاته د ملک پرېښودو او نوکرو نه ویستو اجازه ورنکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG