لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروپایانو هم د اکثریتي اسلامي هیوادونو د وګړو مهاجرت سره مخالفت ښودلی


زياتره خلک  غواړي چې  دمسلمانانوداکثريت لرونکو هيوادونو څخه  راتلونکي کې   دخلکو دتګ راتګ مخه ونيول شي.
زياتره خلک  غواړي چې  دمسلمانانوداکثريت لرونکو هيوادونو څخه  راتلونکي کې   دخلکو دتګ راتګ مخه ونيول شي.

دامريکا دصدر ډانلډ ټرمپ لخوا داوؤ اسلامي هيوادونو څخه امريکا ته دخلکو دورتګ په موقتي ډول د بندیز په دولتي امر دلاسليک کيدو څخه دمخه دترسره شوې يوې نظرپوښتنې ترمخه زیاتره اروپایان دمسلمانانو داکثريت لرونکو هيوادونو څخه دنورو خلکو دورتګ مخالف دي.
برطانوي پلټنيزه اداره چيتهم هاوس کې دڅيړونکو وينا ده دغه نظرپوښتنه په امریکا اؤ اروپا ته داسلامي هيوادونو څخه دخلکو په ورتګ اروپايانو کې په لویه کچه اولسي پريشانۍ په ډاګه کوي.
نظرپوښتنه کې دا خبره هم په ډاګه شوې چې په لسو اروپايي هيوادونو کې زياتره خلک غواړي چې باید په راتلونکي کې دمسلمانانوداکثريت لرونکو هيوادونو څخه دخلکو د مهاجرت مخه ونيول شي.
دچيتهم هاوس ترمخه متقاعد او دپوخ عمر اروپايان دمسلمانانو دهجرت زيات مخالفت کوي او د٣٠و کالونو څخه دکم عمر خلک ددې ډير کم مخالفت کوي.
دتعليمي کچو په اړه هم په دغه اړه دخلکو رائیو کې ويش ليدى شي، (نظرپوښتنه کې برخه اخستونکو کسانو کې) چې کومو خلکو منځنۍ زده کړې ترسره کړي په هغوې کې ٥٩ فيصده دمسلمانانو دنور هجرت مخالف وو او دلیسو یا کالجونو څخه دفارغ شوؤ محصلینو د جملې نه دنيمو څخه لږ کم دبنديزونو پلویان وؤ.
په ښارونو کې داوسيدونکو خلکو په پرتله په کليواليو سيمو کې اوسيدونکي خلک دمسلمانانو نور هجرت نه غواړي،
دنظرپوښتنې ترمخه رايې ورکوونکو کې دعمر، تعليم او سيمې په اړه فرق په نظر راغلى.
داروپا په لسو هيوادونو کې شوې نظرپوښتنه کې اوسطاً دپنځه پنځوس فيصده خلکو وينا وه چې دمسلمانانو اکثريت لرونکو هيوادونو څخه دې دمهاجرينو دراتګ مخه ونيول شي، پينځه ويشت فيصده پکې داسې دي چې هغوي دبنديزونو په اړه نه خو متفق دي او نه یې په حق کې دي ،٢٠ فيصده کسان داسې وو چې هغوي دبنديز سره متفق نه وؤ، نظرپوښتنه کې شاملو لسو هيوادونو کې ددوو څخه پرته اکثريت دبنديزونو په حق کې وؤ، چې پکې پولينډ کې ٧١ فيصده، اسټريا کې ٦٥ فيصده، جرمني کې ٥٣ فيصده، اټلي کې ٥١ فيصده، برطانيه کې ٤٧ فيصده او سپين کې ٤١ فيصده خلک شامل دي.
يو هيواد کې هم په مسلمانانو دبنديز دمخالفت کوونکو شرح د٣٢ فيصدو څخه زياته نه وه.
په کومو هيوادونو کې چې دغه نظرپوښتنه ترسره شوې،دپولينډ څخه پرته يا خو هغوي دکډوالو دبحران سره مخ پاتې شوي او يا ورته د اوسنو ترهه ګريزو بريدونوله امله زيان رسيدلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG