لاس رسیدونکی لینک

عرب سمندرگي کې دترهگرۍ او قاچاق د مخنيوي لپاره پوځي تمرينونه پیل شوي دي


د پاکستان کراچۍ ښار ته نږدې د عرب په سمندر کې ۳۷ هیوادونو د سمندر له لارې د بشري او نشي توکو قاچاق او د ترهګرۍ مخنیوي لپاره پوځي تمرینونه پیل کړیدي.

د سمندري پوځیانو دغه تمرینونو ته د امن ۱۷ نوم ورکړل شوی. د ا مشقونه به تر پينځو ورځو پورې روان وي

له هند پرته، پدغو تمرینونو کې د امریکا، روسيې، برتانیې، اسټرالیا او جاپان په کډون پاکستان هم برخه اخیستې.

په عرب سمندرګي کې د سږني پوځي تمرین مشر میلمه د پاکستان د سمندري ځواک قومندان عارف الله الحسېني و.

نوموړي ویلي دا تمرینونه به د بشري او نشي توکو د قاچاقو او د ترهګرۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په تمرین کې ګډون کونکو هیوادونو ته د پاکستان وزیر اعظم خپل د هرکلي پیغام کې ویلي چې د عرب سمندرګي په امنیت کې پاکستان یو مهم رول لري.

نوموړي زیاته کړې پاکستان په دغه سمندر کې د بیړیو د تګ راتګ په ازادۍ او سمندري قانون پرځای ساتلو لپاره ژمن دی.

دا تمرینونه د ۲۰۰۷ نه پیل شویدي او هر دوه کاله وروسته کیږي.

په عرب سمندرګي باندې پاکستان دوه ستر بندرونه لري چې یو په کراچۍ او بل په ګوادر کې دي.

د نړیوالو ادارو په تیرو راپورونو کې ویل شویدي چې د پاکستان په ګډون د نورو هیوادونو وګړي هم اکثر ددغو بندرونو د شاوخوا سیمو نه ایران، ترکیه او بیا وروسته اروپایي هیوادونو ته قاچاق کیږي.

د هند په ممبۍ ښار کې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د ترسره شوې ترهګریز برید په اړه له پلټنو وروسته ویل شوي وو چې ترهګر د همدې سمندر له لارې په یوې بیړۍ کې د ممبۍ ښاره پورې تللي وو.

XS
SM
MD
LG