افغانستان کې د امریکايي اؤ نړیوالو ځواکونو د کمانډر جنرال جان نکلسن پاکستان ،روس اؤ ایران افغانستان کې د امن دپاره کیدونکو هڅو ته په زیان رسؤلو تورن کړي اؤ وایي دغه دریواړه هیوادونه طالبانو سره د مرستو کولو د لارې هغوئ ته د قانوني حیثیت ورکولو په هڅه کې دي.
د ائتلافي ځواکونو کمانډر د امریکا نوې انتظامیې څخه غوښتلي چې پاکستان سره باید دخپلو اړیکو سر دوباره جاج واخلي .
د جنرال نکلسن لخو د نوې امریکایي انتظامیې څخه پخپلو اړیکو د سر دوباره نظر کولو د غوښتنې نه وروستو په پاکستان کې د چارو څیړونکي وایي ډیر احتمال شته سپینه ماڼۍ به د جنرال نکلسن خبرو ته غوږ ونیسي اؤ د ټرمپ انتظامیه به د پاکستان په هکله یو څه رغنده پریکړې وکړي.
افغانستان کې د امریکایي اؤ ائتلافي ځواکونو کمانډر جنرال جان نکلسن تیره ورځ د امریکایي سینیټ د پوځي خدماتو په کمیټه کې د سناتورانو پوښتنو ته د ځوابونو وئیلو په وخت ویلي وؤ امریکه د پاره اوس اړینه شوې ده چې پاکستان سره خپلو اړیکو ته سر
دوباره کتنه وکړي اؤ په دغسې کولو کیدی شي امریکا ته ددې تکلیف رسوؤنکي ائتلاف نه یوه نوې تګلاره په لاس ورشي.
د ائتلافي ځواکونو کمانډر زیاته کړې وه هغه به د امریکا ددفاع د وزیر سره په لیدنه کې هم دغه خبره راپورته کوي اؤ سپینې ماڼۍ ته به هم وایي چې پاکستان سره د امریکه پیچلې اړیکې نوره باید ډاګیزه بڼه خپله کړي.
په پاکستان کې د دفاعي چارو څیړونکی بریګیډ سید نظیر وایي د امریکا د نوې انتظامیې د دتند وتیز تګلارو څخه داسې معلومیږي چې دوئ ( امریکا) به د پاکستان نه هم د ځینو سختو ګامونو اخستو غوښتنه وکړي اؤ پاکستان د امریکا دنوې انتظامیې دغه ممکنه غوښتنې نظر کې نیولي هم دي هم دغه وجه ده چې دپاکستان لخوا په نزدې ورځو کې د حافظ سعید د نظربندۍ د اقدام تر څنګ د پوځ د سرلښکر جنرال اصف قمر باجوه له لوري د امریکا ددفاع نوي وزیر سره هم ټیلي فوني تماس ونیول شو.
وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي بریګیډ نظیر وویل امریکا که د پاکستان سره خپلې اړیکې ترینګلې کوي نو په دې عمل کې که چرته د دواړو هیوادونو دپاره نقصانات شته نو هلته یې ځینې ګټې هم د دواړو هیوادونو لمنې ته ورتلی شي.
"امریکا اوس په دې سیمه کې ځانله د هند په څیر نوي ملګري کتلي دي خو پاکستان هم ددې هر څه نه بې پرواه نه دی اؤ اوس یې د چین تر څنګ د روسیې ملګرتیا ته هم لاس ورغځولي دي.
هغه وویل امریکه داسې فکر کوي چې افغانستان کې د بدامنۍ لامل د پاکستان لخوا د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د ریښتونې همکارۍ نشتوالی دی ، دوئ به د پاکستان نه ځینې سختې غوښتنې ولري خو که پاکستان یې د ډیر فشار لاندې ونیولو نو پاکستان سره به هم بیا د خپلو ګټو خوندي کولو دپاره د متبادل په توګه د روسیې اؤ چین لوري ته لاس ورغځول وي.
"
هغه وویل د ټرمپ انتظامیې په جارجانه پریکړو اؤ تګ لارو که چرته پخپله امریکا اؤ اروپا کې نیوکې روانې دي نو هلته په منځني ختیز اؤ ایشیاء کې هم په دغو تګلارو د خلکو نیوکې د نظرونو نه پناه نه دي ځکه نو په داسې حال کې به امریکا ته پاکستان سره د خپلو اړیکو نه لاس راټول دومره ساده خبره نه وي.
"اؤ که چرې د دواړو هیوادونو ترمینځ تعلقات خرابیږي نو په دغسې حالاتو کې به بیا پاکستان خپلې لارې پخپله راوباسي ، لکه څنګه چې د پاکستان لخوا د اټومي تجربې د شخړې په مهال پاکستان خپلې لارې پخپله ټاکلې وې،
هغه وویل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې شپاړس کاله د امریکا ملګری پاتې شوی دی اؤ اوس به دا امریکا دپاره هم دومره اسانه خبره نه وي چې په سمدستي توګه خپل لاس د پاکستان نه واخلي ځکه چې امریکا هم پوهه ده چې پاکستان سره د اړیکو پریکولو په صورت کې دا هیواد د روس اؤ چین سره لاس یو کولی شي.
وتلی خبریال ښاغلی رحیم الله یوسفزی هم ورته نظر لري اؤ وایي ډیره ممکنه ده چې د امریکا نوې انتظامیه د پاکستان څخه د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ځینې سختې غوښتنې وکړي چې هغه غوښتنې د حقاني شبکې په ضد د ګامونو اخستو، هند سره اړیکو کې د بدلون راوستلو، د طالبانو په هکله د افغانستان د اندیښنو ختمولو په شکل کې کیدی شي
ډیوه ویب پاڼې ته ښاغلي رحیم الله یوسفزي وویل پاکستان د ټرمپ انتظامیې په ټولو ممکنه اقداماتو نظر ساتلی دی اؤ که چرې امریکا پاکستان سره خپلې اړیکې خرابوي نو پاکستان به غواړي چې د خپلو ګټو دپاره متبادل ولټوي همدغه وجه ده چې پاکستان د روسې اؤ چین سره د اړیکو جوړولو تر څنګ د یوکرائن نه وسلې هم اخستي دي
هغه وویل جنرال نکلسن یو پوځي دی اؤ پوځي ټول عمر د طاقت د لارې د شخړو په هواري سوچ کوي خو هیوادونه بیا د شخړو په صورت کې د ډيپلوماسۍ لاره خپلوي ولې جنرال نکلسن په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو قومانده هم په لاس کې لري اؤ د پاکستان اؤ افغانستان په وضعه د نزدې نه خبر هم دی ځکه نو ډیره ممکنه ده چې د امریکا خارجه محکمه اؤ سپینه ماڼۍ به هم د هغه خبرو ته غوږ ونیسي.
ښاغلي رحیم الله یوسفزي زیاته کړه د ترهګرۍ خلاف جګړه کې پاکستان څخه د ډومور یا نور هم څه وکړه غوښتنې نوې نه دي بلکې وخت په وخت داسې غوښتنې مخې ته راغلي دي خو دا هم کتل پکار دي چې په دغه جګړه کې پاکستان امریکا ته د یو ائتلافي په توګه د هر څه د منلو کوم لیکل نه دي ورکړي بلکې پاکستان هم د خپلو ګټو په اساس ګامونه اخلي"
افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو د کمانډر لخوا امریکا نه پاکستان سره پخپلو اړیکو د نظرثانۍ دغه غوښتنه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې د افغانستان صدر اشرف غني تور لګوي پاکستان د افغانستان په ضد په نااعلانه جګړه بوخت دی اؤ د پردې تر شا د افغان حکومت مخالفه یاغي وسله والو طالبانو سره مرستې کوي .
تیره ورځ هم په پاکستان کې د افغانستان سفیر اؤ د صدر اشرف غني ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخیلوال تور لګولی ؤ چې پاکستان پخپله خاوره طالب مشرانو ته دافغانستان په ضد د پلانونو جوړولو دپاره میدان خوشې پریښې اؤ د کوئټې شورا ښه ډاډه په پاکستان کې فعالیتونه کوي .
همدا شان په نزدې ورځو کې د هند له لوري هم په پاکستان ترهګرو سره د مرستې د تورونو لړۍ چټک شوې ده خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي اؤ وایي د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې یې پریمانه ځاني اؤ مالي قربانۍ ورکړي دي